0:00 / 0:00

زبور شريف

يو اويايم زبور

د يو بوډا سړى دُعا

۱ زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم،

ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،

۲ په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه،

ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه.

۳ تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم،

تۀ حُکم ورته وکړه چې زۀ په کښې بچ شم.

ځکه چې تۀ يې زما ګټ او قلعه.

۴ زما پاکه خُدايه، ما د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړه،

او د بدکارانو او ظالمانو د قبضې نه مې خلاص کړه.

۵ اے قادر مطلق مالِکه خُدايه صرف تۀ زما اُميد يې،

او د ورکوټوالى نه په تا باندې توکل کوم.

۶ زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده،

او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه.

زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.

۷ د ډېرو خلقو په وړاندې عجيبه غوندې مثال ګرځېدلے يم،

خو تۀ مضبوطه پناه ګاه يې زما دپاره.

۸ ټوله ورځ زۀ په ژبه ستا ثناء صِفت کوم،

ستا شان او شوکت ټوله ورځ بيانوم.

۹ په بوډاوالى کښې چې ما ونۀ غورزوې،

هرکله چې زما زور ختم شى ما مۀ هېروه.

۱۰ زما دشمنان زما خلاف خبرې کوى،

څوک چې راپسې دى هغوئ زما د وژلو بندوبست کوى.

۱۱ دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ.

هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“

۱۲ زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه،

زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.

۱۳ څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى،

څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى،

هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.

۱۴ خو زۀ به همېشه دپاره ستا نه اُميد کوم،

زۀ به ستا ثناء صِفت ډېر ډېر کوم.

۱۵ زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم،

ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم،

کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.

۱۶ اے قادر مطلق مالِک خُدايه زۀ به ستا د لويئ کارونه بيان کړم.

چې صرف تۀ اِنصاف کوونکے يې زۀ به هر چا ته ووايم.

۱۷ د ورکوټوالى نه دې ما له تعليم راکړے دے اے پاکه خُدايه،

زۀ تر ننه پورې ستا عجيبه کارونه ستايم.

۱۸ کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپين‌ږيرے شم،

خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له،

ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم،

او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.

۱۹ ستا صداقت آسمانونو ته رسيږى پاکه خُدايه،

هم دا تا کړې دى لوئ کارونه.

ستا په شان بل څوک نشته پاکه خُدايه.

۲۰ کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم،

تۀ به دوباره ما ژوندے کړې،

او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.

۲۱ تۀ به زما عزت زيات کړې،

يو ځل بيا به ډاډګيرنه راکړې.

۲۲ زۀ به ستا ثناء صِفت د سريندې په ساز کښې کوم،

ځکه چې تۀ په خپلو وعدو وفادار يې،

زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا صِفت کوم،

اے د بنى اِسرائيلو مقدس خُدايه.

۲۳ زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه،

کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه،

ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.

۲۴ زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى،

ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى

هغوئ به په شرم او په بې‌عزتۍ اخته وى.