0:00 / 0:00

زبور شريف

څلور شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د دشمنانو د شر نه د حفاظت دُعا

۱ اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره،

زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.

۲ ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه،

ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه.

۳ خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى،

او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،

۴ هغوئ د پټ ځائ نه په بې‌ګناه کس ګزارونه کوى.

دوئ د چا نه نۀ يريږى ناڅاپه پرې ګزارونه کوى.

۵ په بدو منصوبو کښې دوئ د يو بل ډاډګيرنه کوى.

او په خپلو کښې په مشورې سره پټ دامونه ږدى،

په خپلو کښې دا خيال کوى چې څوک به مونږ وګورى؟

۶ دوئ په بې‌اِنصافۍ سره منصوبې جوړوى،

او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“

د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.

۷ خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى،

او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.

۸ د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى.

هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،

۹ او ټول انسانان به وۀ يريږى.

دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى،

او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.

۱۰ ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى

او په هغۀ کښې دې پناه واخلى.

او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى.