0:00 / 0:00

زبور شريف

اتۀ پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو

د بدکارانو سزا

۱ بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟

تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟

۲ نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړَوئ،

او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ.

۳ د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بې‌لارې دى،

او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.

۴ دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى،

دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى،

۵ د پاړو د شپيلۍ آواز نۀ اورى،

کۀ هر څومره پاړو ښۀ شپيلۍ ورته غږوى.

۶ د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه،

د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.

۷ لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى،

او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.

۸ هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى،

لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.

۹ خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى،

لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.

۱۰ صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى،

نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.

۱۱ او خلق به دا ووائى،

”بې‌شکه چې صادقان به خپل اجر ومومى،

بې‌شکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“