0:00 / 0:00

زبور شريف

شپږ پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور، طرز: لرې د څېړۍ په ونو کښې ناستې ګوګوشتکې. دا ښائسته سندره د هغه وخت متعلق ده کله چې فلستيانو هغه په جات کښې راګېر کړو.

توکل په خُدائ پاک

۱ اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى،

ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.

۲ زما دشمنان ټوله ورځ ما وهى.

ډېر زيات دى مغروره څوک چې ما سره جنګ کوى.

۳ خو کله چې زۀ وويرېږم،

نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.

۴ کومه وعده چې هغۀ کړې ده، زۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.

نو زۀ نۀ يرېږم ځکه چې په خُدائ باندې توکل کوم.

نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟

۵ زما دشمنان ټوله ورځ زما خبرې بدلوى،

هر وخت هغوئ زما خلاف منصوبې جوړوى.

۶ ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى،

په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.

۷ چې په خپل شرارت کښې وتښتى دوئ مۀ پرېږدئ،

اے پاکه خُدايه، په خپل قهر او غضب کښې دې دوئ ته شکست ورکړه.

۸ تۀ د ټولو تکليفونو نه خبر يې زما،

اوښکې دې يو لوښى کښې راغونډې کړې دى زما،

ټول د غم حساب دې په خپل کِتاب کښې ليکلے زما.

۹ دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم،

خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.

۱۰ کومه وعده چې خُدائ پاک ما سره کړې ده

په هغې زۀ د خُدائ ثناء صِفت کوم.

او کومه وعده چې مالِک خُدائ کړې ده په هغې زۀ د خُدائ شُکر ګزار يم.

۱۱ نو زۀ نۀ يرېږمه ځکه چې په خُدائ پاک باندې توکل کوم.

نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟

۱۲ اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم،

زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،

۱۳ تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم.

تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم،

چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.