0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او اتۀ څلوېښتم زبور

د مالِک خُدائ ثناء صِفت کول

۱ د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.

۲ د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۳ اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

ټولو ځلېدونکو ستورو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۴ اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۵ هغوئ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړى،

ځکه چې د هغۀ په حُکم دوئ پېدا شوى دى.

۶ او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى،

او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.

۷ د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.

۸ برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو،

طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.

۹ تاسو غرونو او ټولو غونډو،

مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.

۱۰ ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو،

ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،

۱۱ د زمکې بادشاهانو او ټولو قومونو،

تاسو ټولو شهزادګانو او د دُنيا بادشاهانو،

۱۲ اے ټولو ځوانانو او پېغلو،

بوډاګانو او ماشومانو.

۱۳ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى،

ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے،

او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.

۱۴ هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے،

ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى،

يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.