0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او شلم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

د صداقت دُعا

۱ په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم،

او زما سوال هغه قبلوى،

۲ ما د دروغژنو شونډو نه بچ کړه اے مالِکه خُدايه

او د دوکه بازو ژبو نه مې وساته

۳ اے دوکه مارو ژبو هغه به تاسو سره څۀ وکړى؟

او د دې سزا سره به نور تاسو سره څۀ وکړى؟

۴ هغه به تاسو ته د جنګيالو د تېرو غشو سره سزا درکړى،

او په سرو سکروټو به سزا درکړى.

۵ افسوس دې وى په ما چې زۀ په مسک کښې لکه مسافر اوسېږم،

زۀ د قيدار د خېمو په مينځ کښې اوسېږم.

۶ زۀ ډېر زيات اوسېدلے يم

د هغو خلقو په مينځ کښې څوک چې امن نه نفرت کوى.

۷ زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم،

خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.