0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او اوؤم زبور

د خُدائ د ښۀ‌والى ستائينه

۱ د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے،

او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى.

۲ چا ته چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړى هغوئ دې خلقو ته ووائى،

هغوئ هم څوک چې هغۀ د دشمن د لاس نه خلاص کړى دى،

۳ هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو نه راغونډ کړل،

د مشرق او مغرب او د شمال او جنوب نه يې راغونډ کړل.

۴ په هغوئ کښې ځينې په خوشى بيابان کښې سرګردانه ګرځېدل،

او د خپل ځان دپاره يې د اوسېدلو ښار پېدا نۀ کړو.

۵ هغوئ اوږى تږى وُو،

او مرګ ته نزدې وُو.

۶ نو بيا هغوئ په خپلو سختو کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه،

هغۀ بيا هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.

۷ هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله

ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.

۸ نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،

۹ هغه تږو له تنده ماتوى

او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.

۱۰ په دوئ کښې څۀ په مصيبت او په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،

قېديان په کښې په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،

۱۱ هغوئ د خُدائ د کلام مخالفت کړے وو

او هغوئ د خُدائ تعالىٰ د مشورې سپکاوے کړے وو.

۱۲ هغۀ هغوئ په سخت تکليف کښې واچول،

هغوئ تيندکونه خوړل خو مدد يې چا هم نۀ کولو.

۱۳ نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه،

او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.

۱۴ او هغۀ هغوئ د تيارې نه بهر راوويستل

او د هغوئ زنځيرونه يې مات کړل.

۱۵ نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،

۱۶ ځکه چې هغۀ د زېړو دروازې ماتې کړې

او د هغې د اوسپنو سيخونه يې غوڅ کړل.

۱۷ نو څۀ خلق د خپلو بدعملو په وجه کم عقل شول

او د خپلو خطاګانو په وجه په مصيبت کښې ګېر شول.

۱۸ او د هر قسمه خوراکونو نه بېزاره وُو

او د مرګ دروازې ته نزدې شوى وُو.

۱۹ نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه،

او هغوئ يې د مصيبت نه خلاص کړل.

۲۰ او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل،

او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.

۲۱ نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.

۲۲ هغوئ دې مالِک خُدائ ته د شُکر ګزارۍ قربانى وړاندې کړى

او د هغۀ کارونه دې د خوښۍ په سندرو کښې بيان کړى.

۲۳ او څۀ خلق په سمندرى بيړو کښې په سمندر کښې لاړل،

او هغوئ په زورَورو اوبو کښې تجارت کولو.

۲۴ هغوئ د مالِک خُدائ کارونه وليدل،

او د هغۀ عجيبه کارونه يې په ډوبو ځايونو کښې وليدل.

۲۵ هغۀ کلام وکړو نو تېز طوفان راغلو

او د سمندر چپې اوچتې شوې.

۲۶ هغوئ به کله آسمان ته ختل او کله به لاندې د اوبو بېخ ته تلل،

نو په دې سخت طوفان کښې هغوئ همت بائيللو.

۲۷ د نشيانو په شان په ټوپونو او تيندکونو باندې سر وُو،

او دوئ نه په آخر کښې يو دوه خطا شو.

۲۸ نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته فرياد وکړو،

او هغوئ ته يې د مصيبت نه خلاصون ورکړو.

۲۹ هغۀ طوفان په قلاره کړو،

او د سمندر چپې او موجونه په آرام شول.

۳۰ نو کله چې هغه طوفان قلار شو نو دوئ خوشحاله شول،

څۀ چې دوئ غوښتل نو تر هغه غاړې يې راوستل.

۳۱ نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.

۳۲ د خلقو په ډله کښې دې د خُدائ پاک لوئ بيانوى

او د مشرانو په محفل کښې دې د هغۀ ثناء صِفت کوى.

۳۳ هغۀ دريابونه په بيابان بدل کړل،

او د اوبو چينې يې په اوچه زمکه بدلې کړې،

۳۴ زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه،

د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.

۳۵ او هغۀ بيابانونه د اوبو په تالابونو باندې بدل کړل

او اوچه زمکه يې د اوبو په چينو بدله کړه،

۳۶ هغۀ هلته اوږى د اوسېدلو دپاره ولېږل،

او هغوئ هلته د اوسېدو دپاره د ښار بنيادونه کېښودل.

۳۷ او هلته هغوئ کرونده او د انګورو باغونه شروع کړل

چې هغې هغوئ ته ډېر پېداوار ورکړو،

۳۸ هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو،

او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.

۳۹ او بيا يې شمېر په کمېدو شو او عاجزان شول

د ظلم، مصيبت او خفګان په وجه خوار و زار شول،

۴۰ مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى

هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.

۴۱ خو هغۀ محتاجه د ظلمونو نه خلاص کړل

او د هغوئ خاندان يې لکه د رمو په شان زيات کړل.

۴۲ او صادقان دا ګورى او ورته خوشحالى کوى،

او ټول بدعمله به خپلې خولې بندې کړى.

۴۳ څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى،

او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.