0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او يو زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د بادشاه وعدې

۱ زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم،

او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.

۲ زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم،

خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟

او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.

۳ کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم.

د بې‌ايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم،

او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.

۴ او د چا چې وى زړونه کاږۀ ما نه به لرې وى،

او زۀ به د بدۍ سره هيڅ کار نۀ ساتم.

۵ څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه،

زۀ به هغه چپ کوم.

د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى،

هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.

۶ زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى،

چې هغوئ ما سره اوسيږى.

د چا کردار چې بې‌داغه وى

نو هغوئ به زما خِدمت کوى.

۷ زما په کور کښې به دوکه مار ته د اوسېدو اجازت نۀ وى،

او دروغژن به زما په حضور کښې ودرېدلے نۀ شى.

۸ هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم،

زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.