0:00 / 0:00
Next chapter

د متلونو کِتاب

يو دېرشم باب

د بادشاه دپاره نصيحت

۱دا هغه پېغام دے چې لمو‌اېل بادشاه ته خپلې مور تعليم ورکړے وو. ۲اے زما زويه، اے زما د تن نه په نذرانو او منښتو پېدا شوى زويه، ۳خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى. ۴اے لمو‌اېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى. ۵هسې نه چې دوئ شراب وڅښى شريعت ترې نه هېر شى او ټول مظلومان د خپل حق نه محرومه کړى. ۶شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کيږى، او مے د هغوئ دپاره وى څوک چې په غم آخته وى. ۷دوئ پرېږده چې ځان نشه کړى او چې خپله غريبى پرې هېره کړى چې خپل غم ورنه هېر شى. ۸د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. او د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وى. ۹خبره کوه او په اِنصاف سره عدالت کوه، د غريب او حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.

يوه عزتمنده ښځه

۱۰يوه پاکه او عزتمنده ښځه څوک پېدا کولے شى؟ هغه د لعلونو نه زياته قيمتى وى. ۱۱د خاوند په هغې باندې پوره باور وى، او هغه به دے د څۀ محتاجه نۀ کړى. ۱۲په خپل ټول عمر کښې به دا هغۀ ته فائده ورکوى او نقصان به نۀ ورکوى. ۱۳هغه سنډ او وړۍ پېدا کوى او د هغې نه په خپلو لاسونو په خوشحالۍ سره کپړې جوړوى. ۱۴هغه د سوداګرو د سمندرى جهاز په شان وى، څوک چې خپل خوراک د لرې نه راوړى. ۱۵هغه سحر وختى راپاڅى لا چې تيارۀ وى او د خپل خاندان دپاره خوراک تياروى او خپلو وينځو ته کار ورښائى. ۱۶د زيات سوچ کولو نه وروستو هغه چرته زمکه خوښوى او په بيعه يې اخلى او د خپلې ګټې او محنت په پېسو پکښې د انګور باغ لګوى. ۱۷هغه خپل کار په ډېر محنت او د زړۀ نه کوى، او د هغې مټې د خپل کار پوره کولو دپاره مضبوطې وى. ۱۸هغه په دې پوهيږى چې روزګار يې ګټه کوى، نو په شپه کښې تر ناوخته کار کوى. ۱۹هغه په خپلو لاسونو سره څرخه کوى او دوک په خپلو ګوتو سره نيسى. ۲۰هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى. ۲۱کله چې واوره وريږى نو د هغې سره د خپل خاندان څۀ فکر نۀ وى، ځکه چې هغې دوئ ته ګرمې جامې تيارې کړى وى. ۲۲هغه د خپل کټ دپاره څادر او د خپل ځان دپاره نازکې او رنګارنګ کپړې تياروى. ۲۳د هغې خاوند ته په جرګه کښې عزت ملاويږى، کله چې هم دے د ښار د مشرانو سره ناست وى. ۲۴هغه د کتان جامې جوړوى او خرڅوى، او تاجرانو ته يې د پټۍ په شکل کښې هم ورکوى. ۲۵هغه د طاقت او وقار په لباس ملبوسه ده او د راتلونکو ورځو په حقله هغه خاندى او بې‌فکره وى. ۲۶هغه په حِکمت سره خبرې کوى، او هغه په مهربانۍ سره ښودنه کوى. ۲۷هغه د خپل کور په حالاتو او سامان باندې خيال ساتى او د ناراستۍ روټۍ نۀ خورى. ۲۸د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوى او خاوند يې هم صِفت کوى، ۲۹”ډيرې ښځې دى چې د عزت او درانۀ کارونه کوى، خو تۀ د دې ټولو نه ښۀ يې.“ ۳۰نازونه اداګانې دوکه ده او حُسن فانى دے، خو کومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يريږى نو هغه د صِفت قابله ده. ۳۱کوم کارونه چې هغې کړى دى هغې ته يې اجر ورکړئ، او د خلقو په مينځ کښې د هغې د محنت ستائينه وکړئ.

Next chapter

Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166