Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د بدکارانو سره بخیلي مه کوه
او له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره
۲ ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوي
او شونډې یې د شرارت خبرې کوي.
۳ یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي
او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي
۴ او کوټې یې د علم په وسیله
د ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي.
۵ د حکمت د خاوند قدرت ډېریږي
او د عالم قوت نور هم زیاتیږي.
۶ له ښو مشورو پرته جنګ ته مه ځه
ډېر مشوره ورکوونکي د بریالیتوب سبب ګرځي.
۷ جاهل انسان د حکمت لوړ مقام ته نه شي رسېدلی
او په جرګه کې خپله خوله نه شي خلاصولی.
۸ څوک چې بدې نقشې جوړوي
نو د فرېبکار په نوم به مشهور شي.
۹ د جاهلانو نقشې د ګناه نه ډکې وي
او د ملنډو وهونکو نه خلک کرکه کوي.
۱۰ که د سختۍ په وخت کې خپل همت له لاسه ورکړې
نو ته بیا ډېر کمزوری انسان یې.
۱۱ د هغه چا په خلاصون کې سستي مه کوه
چې د مرګ په لور راښکل کیږي
او هغوی وژغوره
چې حلالېدو ته وړل کیږي.
۱۲ که ته وایې چې مونږ له دې نه خبر نه وو
نو د زړونو د رازونو قضاوت کوونکی دې ته پام نه کوي؟
هغه چې ستا د ژوند حفاظت کوي، په دې به پوه نه شي؟
هغه به د هرچا د عمل سره سم بدل ورنه کړي؟
۱۳ ای زما زویه! نو شات خوره، ځکه چې دا ښه شی دی
او د مچیو د چک سوچه شات به ستا خوله خوږه کړي.
۱۴ نو همدا شان حکمت هم ستا د روح دپاره خوږ دی.
که ته یې حاصل کړې نو په راتلونکې کې به ستا دپاره پوره هیله وي
او هېڅکله به ستا هیلې پای ته ونه رسیږي.
۱۵ د بدکارانو په شان مه اوسه
چې د نېکانو د کور په خلاف په کمین کې ناست وي
ترڅو د هغوی د اوسېدلو کور لوټ او تالا کړي.
۱۶ که نېک انسان حتی اووه وارې ولویږي خو بیاهم پاڅیږي
خو بدکاران په بدۍ او بلا اخته کیږي.
۱۷ کله چې ستا دښمن له پښو راولویږي خوند ترې مه اخله
او که راغورځیږي نو خپل زړه دې مه خوشحالوه
۱۸ که څښتن ستا دا خوشحالي وویني ستا نه به ناراضه شي
او د هغه نه به خپل غضب لېرې کړي.
۱۹ د بدکارانو په خاطر اندېښنه مه کوه
او د شر اچوونکو سره بخیلي مه کوه
۲۰ ځکه چې د بدکاره انسان دپاره د راتلونکې هیله نشته
او د هغوی د ژوند ډېوه مخ په مړه کېدو ده.
۲۱ نو ای زما زویه! د څښتن او له پاچا څخه وېره لره
او د هغو خلکو ملګرتیا مه کوه چې له اطاعت کولو نه اووښتي دي
۲۲ ځکه چې مصیبت به په دوی ناڅاپه نازل شي
او څوک پوهیږي چې هغوی به په دوی کوم ډول بلا نازله کړي؟
۲۳ د حکمت خاوندانو دا خبرې هم کړې دي.
د قضاوت په وخت کې د چا طرفداري ښه کار نه دی.
۲۴ هرڅوک چې مجرم ته وایي چې ته بېګناه یې
نو قومونه به پرې لعنت ووایي او ولسونه به ترې کرکه وکړي
۲۵ خو څوک چې مجرم ملامتوي
نو بری او برکت به یې په برخه شي.
۲۶ څوک چې ښکاره او روښانه ځواب ورکوي
لکه رښتینی ملګری چې څوک په مخ ښکلوي.
۲۷ لومړی خپل کاروبار قوي کړه
او ځمکه دې وکره
او بیا خپل کور ودان کړه.
۲۸ له ثبوت پرته د بل چا په خلاف شاهدي مه ورکوه
او هېڅکله د هغه په هکله د دروغو هڅه مه کوه
۲۹ او داسې مه وایه: «زما سره یې څه کړي دي
زه به همداسې ورسره وکړم او خپل بدل به ترې واخلم.»
۳۰ زه د یو لټ سړي په پټي تېر شوم
او د یو ناپوهه سړي د انګورو باغ مې ولیده
۳۱ چې په هرځای کې یې اغزي راختلي وو
او ځمکه یې په هر ډول واښو پوښل شوې وه
او د تیږو دېوالونه یې راغورځېدلي وو.
۳۲ کله چې ما دا هرڅه وکتل نو په فکر کې ډوب شوم
او څه چې ما ولیدل د هغې نه مې داسې عبرت واخیست:
۳۳ که لټ سړی وایي: «نور به هم ویده شم
او لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»
۳۴ نو غریبي به د داړه مار په شان په هغه راشي
او نېستي به د وسله وال غل په څېر ورباندې یرغل وکړي.