د فيليمون په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

دُعا او سلام

۱زۀ پولوس دا خط چې د عيسىٰ مسيح دپاره قېدى يم او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه خپل ګران د خدمت ملګرى فيليمون ۲او ورسره خپلې خور افيه او ورور ارخيپوس ته چې زمونږ پرجوش کارکن دے او ستاسو د کور جماعت ته ليکم. ۳زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. ۴زۀ چې کله تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم نو د خپل خُدائ پاک شُکر کوم، ۵ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم. ۶ستا دپاره زما دا دُعا ده چې کوم شراکت چې د ايمان په وسيله په تا کښې پېدا شوے دے هغه دې نور هم اثرناک شى او تۀ دې د ټولو هغه برکتونو چې په مسيح کښې دى په پوره توګه محسوس کړې. ۷اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.

پولوس رسول د اونيسيموس دپاره سفارش کوى

۸اګر کۀ زۀ په مسيح کښې دومره زړَور يم چې تا ته د خپل کار کولو حُکم درکړم، ۹خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم. ۱۰زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم. ۱۱اول خو هغه ستا دپاره بې‌کاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے. ۱۲زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے. ۱۳ما غوښتل چې هغه ځان سره پاتې کړم، چې د زيرى دپاره د قېد کېدلو په دوران کښې ستا په ځائ هغه زما خِدمت وکړى. ۱۴خو ما ستا د مرضۍ نه بغېر داسې يو کار کول ونۀ غوښتل، ځکه چې ستا نېک کار ستا په مرضۍ دے او د زبردستۍ په وجه نۀ دے. ۱۵شايد چې هم دا وجه وه چې هغه ستا نه د لږ وخت دپاره جدا شو، د دې دپاره چې هغه به بيا د تل دپاره تا سره وى. ۱۶خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى. ۱۷نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼې نو دے داسې قبول کړه لکه څنګه چې تۀ ما قبلوې، ۱۸او کۀ هغۀ چرې تا ته څۀ نقصان درکړے وى او يا پرې ستا څۀ قرض وى نو هغه ما پسې وليکه. ۱۹زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې. ۲۰اے وروره، زۀ په مالِک کښې تاسو نه د خير طمع کوم. هغه دا چې په مسيح کښې زما زړۀ تازه کړه. ۲۱زما ستا په فرمانبردارۍ باور دے، زۀ درته دا ليکم او په دې پوهېږم چې تۀ به زما دا خواست پوره کړې، بلکې زما د وينا نه به زيات څۀ وکړې. ۲۲او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.

آخرى سلامونه

۲۳اِپفراس چې د عيسىٰ مسيح په وجه ما سره قېدى دے تا ته سلامونه وائى، ۲۴او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى. ۲۵د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى.