0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

پينځم باب

ناپاکه خلق

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲ ”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى. ۳ نر يا ښځه چې ناپاکه وى نو هغوئ بهر ولېږه، چې خېمې پليتې نۀ کړى، چرته چې زۀ د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسېږم.“ ۴ بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل او داسې خلق يې د خېمو نه بهر کړل.

د جرم په وجه جرمانه کېدل

۵ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۶ ”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو نر يا ښځه د چا خِلاف جرم وکړى نو هغه د مالِک خُدائ نافرمانى کوى نو هغه کس به قصوروار وى، ۷ هغه دې خامخا د خپلې ګناه اِقرار وکړى او چې د چا خِلاف يې جرم کړے وى نو هغه کس له دې پوره تاوان ورکړى او شل فيصده دې زيات هم ورکړى. ۸ کۀ د مظلوم کس نزدې خپلوان نۀ وى چې د جرم تاوان ورته مِلاو شى، نو د جرم تاوان به د مالِک خُدائ په نوم اِمام له ورکړے شى، د دې سره به د مجرم د کفارې دپاره يو ګډ هم وى. ۹ اِسرائيليان چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى. ۱۰ هر يو اِمام هغه ټولې نذرانې د ځان دپاره ساتلے شى چې کومې هغوئ ته ورکړے شوې وى.“

يو شکمن خاوند

۱۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو ۱۲‏-۱۴ چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے شکمن شى چې خپلې ښځې ورسره بې‌وفائى کړې ده او د بل سړى سره يې زنا کړې ده او د خپل ځان بې‌عزتى يې کړې ده، خو کۀ د خاوند يقين پوخ نۀ وى، او کېدے شى چې د هغۀ ښځې دا خبره پټه ساتلې وى، ګواه هم نۀ وى او په دې کار پورې نيولے شوې هم نۀ وى، يا داسې وشى چې يو خاوند په خپله ښځه باندې هسې شکمن شى، کۀ هغې بې‌وفائى هم نۀ وى کړې. ۱۵ په داسې دواړو حالتونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى او نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې دپاره پېش کيږى چې حقيقت څرګند شى. ۱۶ اِمام به هغه ښځه وړاندې راولى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې به يې ودروى. ۱۷ هغه به په کنډول کښې څۀ مقدسې اوبۀ واچوى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دربار نه به لږه خاوره واخلى او په اوبو کښې به يې واچوى چې ترخې شى. ۱۸ بيا به هغه د ښځې وېښتۀ خوارۀ کړى او د اوړو نذرانه به د هغې په لاس کښې کېږدى. اِمام به هغه جام په خپلو لاسونو کښې ونيسى چې ترخې اوبۀ په کښې دى. دا د دې دپاره چې په هغه کس باندې لعنت راولى چې کوم ګناهګار وى. ۱۹ بيا به اِمام هغه ښځه دې ته راضى کړى چې داسې قسم وخورى، ”کۀ تا زنا کړې نۀ وى، نو چې دا اوبۀ کوم لعنت راولى نو هغه به تا ته نقصان نۀ رسوى. ۲۰ خو کۀ تا زنا کړې وى، ۲۱ نو مالِک خُدائ دې ستا نوم ستا په خلقو کښې لعنتى کړى. تا دې شنډه کړى او ستا خېټه دې وپړسوى. ۲۲ دا اوبۀ به ستا خېټې ته ننوځى او ستا خېټه دې وپړسوى او تا دې شنډه کړى.“ نو ښځه به په جواب کښې داسې ووائى، ”آمين. هم داسې دې وشى.“ ۲۳ بيا به اِمام دا لعنت په يو طومار وليکى او دا ليکل به د ترخو اوبو په جام کښې ووينځى. ۲۴ د هغې نه مخکښې چې په ښځه باندې دا اوبۀ وڅښى، کوم چې سخت درد راولى، ۲۵ اِمام به د ښځې د لاسونو نه د اوړو د شک نذرانه واخلى، مالِک خُدائ ته وقف کولو دپاره به يې پورته کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې پېش کړى. ۲۶ بيا به اِمام د دې نه يو موټے واخلى، دا به د نذرانې د يوې نښې په شان وى او په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى. په آخر کښې به هغه په ښځه باندې اوبۀ وڅښوى. ۲۷ کۀ هغې زنا کړې وى، نو اوبۀ به په هغې باندې سخت درد راولى، د هغې خېټه به وپړسيږى او هغه به شنډه شى. او د هغې نوم به په خپلو خلقو کښې لعنتى شى. ۲۸ خو کۀ هغه بې‌ګناه وى، نو نقصان به ورته نۀ رسيږى او د هغې به بچى پېدا شى. ۲۹‏-۳۰ دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى. ۳۱ خاوند به د ګناه نه خلاص وى، خو کۀ ښځه ګناهګاره وى، نو هغې ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.