0:00 / 0:00

د حضرت نحمياه کِتاب

شپږم باب

د حضرت نحمياه خِلاف منصوبې

۱ سنبلط، طوبياه، عربى جشم او زمونږ نور دشمنان خبر شول چې مونږ د دېوال جوړول ختم کړى دى او چې په دې کښې يو مات ځائ هم پاتې نۀ دے، اګر چې مونږ د دروازو په ځايونو کښې دروازې هم لا نۀ وې لګولې. ۲ نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه. ۳ ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“ ۴ هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو. ۵ بيا سنبلط خپل يو نوکر ما له د پينځم پېغام سره راولېږلو، دا د خط په شکل کښې وو او دا خط کولاو وو. ۶ ما ولوستلو، ”جشمه ووئيل چې په ګاونډيانو کښې دا افواه خوره ده چې تۀ او يهوديان د بغاوت اراده لرئ نو دا ځکه تاسو دا دېوال بيا جوړَوئ. هغۀ دا هم ووئيل چې ستا منصوبه دا ده چې خپل ځان بادشاه کړې ۷ او تا د يو څو پېغمبرانو بندوبست کړے دے چې په يروشلم کښې دا اِعلان وکړى چې تۀ د يهوداه بادشاه يې. خو بادشاه سلامت به يقيناً د دې نه خبر شى، نو ځکه زۀ دا مشوره درکوم چې مونږ دواړه مِلاو شُو چې په حالاتو باندې خبرې وکړُو.“ ۸ نو ما هغۀ له جواب ورولېږلو، ”تۀ چې څۀ وائې په هغۀ کښې هيڅ هم رښتيا نشته. دا هر څۀ تا د خپل ځان نه جوړ کړى دى.“ ۹ د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“ ۱۰ په هغه وخت زۀ د مهيطب‌اېل نمسى او د دلاياه زوئ سمعياه سره مِلاوېدو له لاړم، چې هغه د دې قابل نۀ وو چې د خپل کور نه لاړ شى. هغۀ ما ته ووئيل، ”زۀ او تۀ به لاړ شُو او د خُدائ پاک د کور په مقدس ځائ کښې به دواړه پټ شُو او دروازې به تالا کړُو، ځکه چې هغوئ ستا د وژلو دپاره راروان دى. نو هغوئ به ستا د وژلو دپاره د شپې راشى.“ ۱۱ ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“ ۱۲ کله چې ما په دې باندې سوچ وکړو، نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک د سمعياه سره خبرې نۀ دى کړې، خو طوبياه او سنبلط هغۀ له د دې دپاره رشوت ورکړے دے چې ما له دا خبردارے راکړى. ۱۳ هغوئ هغۀ له د دې دپاره پېسې ورکړې وې چې ما ويروى او زۀ ګناه وکړم، نو چې هغوئ زما شُهرت خراب کړى او ما سپک کړى. ۱۴ ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“

د کار ختمول

۱۵ د کار دوه پنځوسمې ورځې نه پس د الول د مياشتې په پينځويشتمه ورځ ټول دېوال ختم شو. ۱۶ کله چې په ګېرچاپېره مُلکونو کښې زمونږ دشمنان د دې نه خبر شول، نو هغوئ ويرېدل او خپل ځانونه ورته کمزورى ښکاره شول، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا کار د خُدائ پاک د مدد سره شوے دے. ۱۷ په دې ټول وخت کښې د يهوديانو مشرانو او طوبياه يو بل ته ډېر خطونه لېږل رالېږل. ۱۸ په يهوداه کښې ډېرو خلقو د طوبياه ملګرتيا ځکه کوله چې د هغۀ سخر د ارخ زوئ سکانياه يهودى وو. د دې نه علاوه، د هغۀ زوئ يهوحنان د برکياه د زوئ د مسلام لور وادۀ کړې وه. ۱۹ طوبياه چې کوم ښۀ کارونه کړى وُو نو خلقو به د هغې ټولو په حقله زما په وړاندې خبرې کولې او ما چې څۀ وئيل نو هغه به يې طوبياه ته وئيل. او هغۀ زما د يرولو دپاره خطونه رالېږل.