د حضرت نحمياه کِتاب

درېم باب

د يروشلم د دېوال بيا جوړېدل

۱بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حنن‌ايل ميناره پورې دېوال وقف کړو. ۲د يريحو خلقو ورپسې برخه جوړه کړه. د اِمرى زوئ زکور بله برخه جوړه کړه. ۳د سناآه قبيلې د کبانو دروازه جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپل ځائ باندې ولګولې، د دروازې د تالا کولو دپاره يې سيخونه او زنځيرونه ولګول. ۴د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزب‌ايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه. ۵د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، خو د هغوئ مشرانو د هغه کار کولو نه اِنکار وکړو کوم کار چې هغوئ ته خپلو ټېکدارانو حواله کړے وو. ۶د فاسح زوئ يويدع او د بسودياه زوئ مسلام د يسانه دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګول او د تاله کولو دپاره يې په دروازه کښې اړمونه او کُنډې ولګول. ۷د جبعون ملطياه، د مرونوت يدون او د جبعون او مصفاه سړو ورپسې برخه جوړه کړه چې د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات د حکمران کور پورې حِصه وه. ۸د حرهياه زوئ عُزى‌اېل زرګر ورپسې برخه جوړه کړه. حننياه عطر جوړوونکى ورپسې برخه جوړه کړه، چې د پلن دېوال پورې حِصه وه. ۹د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه. ۱۰د حرومف زوئ يدعياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د خپل کور سره نزدې وه. د حسبنياه زوئ حطوش ورپسې برخه جوړه کړه. ۱۱د حارِم زوئ مُلکياه او د پخت موآب زوئ حسوب دوئ دواړو ورپسې برخه او د تنور ميناره يې جوړه کړه. ۱۲د يروشلم د نورې نيمې ضِلعې حکمران يعنې د هلوحيس زوئ سلوم ورپسې برخه جوړه کړه. د هغۀ لوڼو په دې کار کښې د هغۀ مدد کولو. ۱۳حنون او د زنوح ښار اوسېدونکو د وادۍ دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ هغه دروازې په خپلو خپلو ځايونو باندې ولګولې، هغوئ د دروازې تالا کولو دپاره په دې کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول او د ګند دروازې پورې هغوئ پينځۀ سوه ګزه دېوال بيا جوړ کړو. ۱۴د بيت‌هکرم ضِلعې حکمران د ريکاب زوئ مُلکياه د ګند دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ دروازې په خپلو ځايونو باندې ولګولې او د دروازې تالا کولو دپاره يې په کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول. ۱۵د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې. ۱۶د بيت‌صور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.

هغه ليويان چې چا په دېوال باندې کار کولو

۱۷دې ليويانو د هغه دېوال نورې برخې بيا جوړې کړې: د بانى زوئ رحُوم ورپسې برخه جوړه کړه، د قعيله د نيمې ضِلعې حکمران، حسبياه د خپلې ضِلعې د طرفه ورپسې برخه جوړه کړه، ۱۸د قعيله د نورې نيمې ضِلعې د حکمران د حنداد زوئ باوى ورپسې برخه جوړه کړه، ۱۹د مصفاه حکمران د يشوَع زوئ ايصر د وسلې د ګودام په مخکښې ورپسې حِصه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې دېوال تاويږى، ۲۰د زبى زوئ باروک ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې د مشر اِمام اِلياسب کور ته د ننوتلو دروازه وه، ۲۱د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د اِلياسب د کور تر آخرى سر پورې رسېدلې وه.

هغه اِمامان چې په دېوال يې کار کولو

۲۲دې اِمامانو د دېوال يو څو نورې برخې بيا جوړې کړې: د يروشلم د ګېرچاپېره علاقې نه اِمامانو ورپسې برخه بيا جوړه کړه، ۲۳بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه، ۲۴د حنداد زوئ بِنوئى ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د عزرياه د کور نه واخله د دېوال د ګوټ پورې وه، ۲۵‏-۲۶د اُوزى زوئ فالال ورپسې برخه جوړه کړه، د دېوال د ګوټ نه او د څوکيدارۍ دربار ته نزدې د محل برنۍ مينارې نه يې شروع وکړه، د پرعوس زوئ فداياه ورپسې برخه جوړه کړه، دا برخه د هغه ځائ پورې وه چې نمرخاتۀ طرف ته يې د اوبو دروازه او د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ اوچته ميناره وه. دا برخه د ښار د هغه حِصې سره نزدې وه چې نوم يې عوفل وو، چرته چې د خُدائ پاک د کور کاريګران اوسېدل.

د دېوال نور جوړوونکى

۲۷د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، د هغوئ دوېمه برخه، د هغه ځائ نه واخله چې د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ د لوئې مينارې مخامخ وه د هغې نه واخله تر عوفل سره نزدې دېوال پورې وه. ۲۸د اِمامانو يوې قبيلې ورپسې برخه جوړه کړه، چې شمالى طرف ته د آسونو د دروازې نه تلې وه، هر يو د خپل کور په مخکښې حِصه جوړه کړه. ۲۹د اِمير زوئ صدوق ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور په مخکښې وه. د نمرخاتۀ طرف دروازې څوکيدار د سکانياه زوئ سمعياه ورپسې برخه جوړه کړه. ۳۰د شلمياه زوئ حننياه او د صلف شپږم زوئ حنون ورپسې دوېمه برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ مسلام ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور مخې ته وه. ۳۱مُلکياه زرګر ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغې پورې وه چې کوم کور د خُدائ پاک د کور کاريګرو او سوداګرو استعمالولو، کوم چې د حاضرۍ دروازې سره وو، دا د هغه کوټې سره نزدې وو چې د شمالى نمرخاتۀ طرف ته د ګوټ دېوال دپاسه وو. ۳۲زرګرانو او سوداګرو آخرى برخه جوړه کړه، دا د ګوټ سره د کوټې نه واخله د ګډو د دروازې پورې وه.