Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ لومړني کس چې مهر یې ولګاوه هغه والي یعنې نحمیا د حکلیا زوی ؤ او بیا صدقیا مهر ولګاوه. لاندې خلکو هم مهرونه ولګول:
۲۸ مونږ د اسراییلو قوم، کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو، خدمتګارانو او نورو ټولو هغو خلکو چې د خدای د شریعت څخه اطاعت کوي، خپل ځانونه د هغو پردیو قومونو څخه چې زمونږ په خاوره کې اوسیږي، بېل کړل. مونږ د خپلو ښځو او خپلو ټولو هغو زامنو او لورګانو سره چې په دې لوظ پوهیږي، ۲۹ د خپلو مشرانو سره په دې قسم کې یوځای کېږو چې مونږ به د خدای د شریعت سره سم چې خدای د خپل خدمتګار موسی په وسیله راکړی دی خپل ژوند تېروو. مونږ به د خپل څښتن په ټولو حکمونو، قوانینو او شرطونو باندې عمل او د هغو اطاعت به کوو. که چېرې مونږ هغه مات کړو، نو د خدای لعنت دې په مونږ باندې وي.
۳۰ مونږ دا لوظ کوو چې مونږ به خپلې لورګانې د غیریهودیانو زامنو ته نه ورکوو او نه به پرېږدو چې زمونږ زامن د غیریهودیانو د لورګانو سره ودونه وکړي.
۳۱ که چېرې پردي خلک غلې دانې یا کوم بل شی راوړي چې په مونږ باندې یې د سبت یا په کومه بله سپېڅلې ورځ خرڅ کړي، مونږ به یې ورڅخه وانخلو.
په هر اووم کال به په ځمکه کې کرنه نه کوو او خپل ټول پورونه به وبخښو.
۳۲ مونږ مسوولیت لرو چې هر کال به د مثقال درېمه برخه سپین زر د خپل خدای د کور د لګښت دپاره ورکړو.
۳۳ مونږ به د خدای په کور کې د عبادت دپاره دا شیان تیار کړو: سپېڅلې ډوډۍ، د غلو دانو ورځنۍ نذرانه، هغه څاروي چې د قربانیو په توګه هره ورځ سوځول کیږي، د سبت، د نوې میاشتې د اخترونو او نورو اخترونو دپاره سپېڅلې نذرانې، نورې سپېڅلې نذرانې، د اسراییلو د ګناهونو د کفارې نذرانې او نور شیان چې د خدای د کور دپاره ورته اړتیا ده.
۳۴ مونږ یعنې کاهنان او لاویان او زمونږ خلک به هر کال پچه اچوو چې دا څرګنده شي چې کومې طایفې به په ټاکلي وخت لرګي زمونږ د خدای کور ته راوړي، ترڅو د شریعت د شرطونو سره سم هغه سوځېدونکې قربانۍ ورباندې وسوځول شي چې زمونږ څښتن خدای ته وړاندې کیږي.
۳۵ مونږ مسوولیت لرو چې هر کال د څښتن کور ته د لومړنیو غلو دانو او د هرې ونې لومړنۍ مېوې د نذرانې په توګه راوړو.
۳۶ لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي، مونږ به د خپلو زامنو، غواګانو، وزو او مېږو څخه هر لومړنی زېږول شوی هغه کاهنانو ته راولو چې د خدای په کور کې خدمت کوي او هغه به خدای ته وقف کوو.
۳۷ مونږ به د اوړو هغه پېړه چې هر کال د لومړنیو راټولو شویو غلو دانو حاصل څخه تیاره شوې وي او د شرابو، د زیتونو د تېلو او د هر ډول مېوو د حاصل نورې نذرانې هغو کاهنانو ته راوړو چې د خدای په کور کې د ګودامونو مسوولان دي.
مونږ به د خپلو ځمکو د حاصلاتو لسمه برخه هغو لاویانو ته، چې زمونږ په ښارګوټو کې هغه راټولوي، ورکړو. ۳۸ د لسمې برخې د راټولولو په وخت کې باید هغه کاهنان چې د هارون د اولادې څخه دي د لاویانو سره وي او لاویان دې د راټول شوي عشر، لسمه برخه د خدای د کور ګودامونو ته یوسي. ۳۹ د اسراییلو خلک او لاویان باید د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو اعانې هغو ګودامونو ته راوړي په کومو کې چې د خدای د کور لوښي ساتل کیږي او کاهنان چې خدمت کوي، د خدای د کور ساتونکي او سندرغاړي هلته اوسیږي.
مونږ به د خدای د کور په اړه بې پروایي ونه کړو.