د ناحوم نبي کتاب

دوهم فصل

دښمنان د نینوا په ښار باندې حمله کوي

۱ ای نینوا، ته د حملې لاندې یې

وساته خپلې جنګي کلاوې

وڅاره لارې، جنګ ته تیار اوسه

کړه راټول خپل قوتونه

۲ څښتن به د اسراییلو هغه شان او شوکت چې دښمنانو یې له منځه وړی ؤ، لکه د یهودا د شان او شوکت په شان بېرته ورته راولي.

۳ راروان کړي د دښمن لښکرو سره سپرونه

د هغه عسکرو دی اغوستی سور لباس

ځلیږي په ګاډیو لګېدلی فلز

په هغه ورځ چې کړي تیار هغوی

نو عسکر به کړي راپورته

خپلې نېزې او خوځوي به هغه

۴ د توفان په شان روانې دي

جنګي ګاډۍ کوڅو کې تېزې تېزې

ځي راځي په څلور لارو کې

هغوی پړقیږي څراغونو په شان

او تېزې روانې دي لکه برېښنا په شان

۵ راټولیږي عسکري منصبداران

څنګه چې ځي هغوی په لاره نو ښوییږي هغوی

په چټکۍ سره روان دي هغوی د دېوالونو خواته

چې کړي جوړ د محاصرې برج

۶ دي خلاص شوي د اوبو بندونه

او په رالوېدو ده ماڼۍ

۷ ملکه یې لوڅه شوې او وړل شوې هغه

کوي ویر د هغې وینځې

کړي زګېروي لکه کوترو په شان

او له خفګانه وهي خپلې سینې

۸ ده نینوا لکه د ډنډ په شان

چې اوبه وي ترې روانې

وهي چیغې منصبداران:

ودرېږئ! ودرېږئ!

خو شاته نه ګوري هېڅوک

۹ د دښمن عسکران چیغې وهي

چې لوټ کړئ سپین زر، لوټ کړئ سره زر

خزانې یې نه خلاصیږي د هر ډول قیمتي شیانو

۱۰ نینوا دی وران، شاړ او ویجاړ پروت دی

کمزوري شوي زړونه او رپیږي یې زنګنونه

ټول قوت یې تللی او رنګ یې الوتی له مخونو څخه

۱۱ اوس دی چېرته نینوا هغه غار د زمرو

هغه ځای چې ورکولو به هغوی خپلو بچو ته خواړه

هغه ځای چې به ورتلل ورته نران او ښځینه زمریان

او په کې خوندي وو د زمرو بچيان؟

۱۲ زمري وکړ پوره ښکار خپلو بچو ته

ټوټې ټوټې کوي هغه خپلې زمرۍ دپاره

او ډکوي خپل غار د غوښو له ټوټو نه

۱۳ مطلق قادر څښتن داسې وایي: «زه ستا په خلاف یم! زه به ستا جنګي ګاډۍ وسوځوم. ستا عسکر به په جنګ کې مړه شي او کوم شیان چې تا د نورو خلکو نه لوټ کړي دي، هغه به درڅخه بېرته واخلم. ستا د استازو غوښتنې به نور نه اورېدل کیږي.»