0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

اوويشتم باب

د حضرت عيسىٰ پيلاطوس له بوتلل

۱ چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو. ۲ بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.

د يهوداه اِسکريوتى خودکُشى کول

۳ کله چې يهوداه مُخبر ته پته ولګېده چې په عيسىٰ باندې جرم ثابت شوے دے نو هغه پښېمانه شو او هغه د سپينو زرو دېرش سيکې يې مشرانو اِمامانو او قومى مشرانو ته واپس کړې. ۴ هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې‌ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“ ۵ نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو. ۶ مشرانو اِمامانو د سپينو زرو سيکې راوچتې کړې او وې وئيل چې، ”دا سيکې د خُدائ د کور په خزانه کښې اچول روا نۀ دى ځکه چې دا د قتل قيمت دے.“ ۷ نو صلاح يې وکړه او د کُلال زمکه يې پرې واخسته چې د مسافرو قبرستان پرې جوړ کړى. ۸ تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى. ۹ دغه شان د يرمياه نبى پېشګوئې تر سره شوه چې، ”هغوئ دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې چې هغه په بنى اِسرائيلو کښې د سر قيمت وو، ۱۰ او هغه د سپينو زرو سيکې يې د کُلال په زمکه ورکړې، لکه چې مالِک ما ته حُکم راکړے دے.“

د پيلاطوس د حضرت عيسىٰ نه تپوسونه

۱۱ بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودرېدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“ ۱۲ او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۳ بيا پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ولې تۀ دا ټولې ګواهۍ چې ستا په خلاف کيږى نۀ اورې څۀ؟“ ۱۴ خو هغۀ په جواب کښې د يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو او ګورنر په دې ډېر حېران شو.

د حضرت عيسىٰ د مرګ سزا

۱۵ د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو. ۱۶ په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قېد کښې وو. ۱۷ کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“ ۱۸ ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو. ۱۹ پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“ ۲۰ تر دې وخته مشرانو اِمامانو او نورو مشرانو خلق دې ته لمسولى وُو چې د برابا آزادى وغواړى او د عيسىٰ قتل. ۲۱ کله چې ګورنر دوباره ترې تپوس وکړو چې، ”په دواړو کښې څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ چغې کړې، ”برابا.“ ۲۲ پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ ۲۳ پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“ ۲۴ پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“ ۲۵ ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې، ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“ ۲۶ نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.

د سپاهيانو په حضرت عيسىٰ پورې ټوقې کول

۲۷ بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه. ۲۸ جامې يې ترې وويستلې او سره شان چُوغه يې پرې واچوله. ۲۹ او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت يې په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ ۳۰ هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو. ۳۱ او چې ټوقې يې بس کړې نو چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

۳۲ کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى. ۳۳ او بيا ګولګتا نومې ځائ ته ورغلل چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے. ۳۴ هلته يې عيسىٰ ته د تريخ څيز سره ګډ کړى مے د څښلو دپاره ورکړل، خو د څَکلو نه وروستو يې ونۀ څښل. ۳۵ او چې کله يې دے په سولۍ وخېژولو نو د هغۀ په جامو يې پچه واچوله. او په خپلو کښې يې تقسيم کړې. ۳۶ نو بيا يې هلته څوکيدارۍ ته کښېناستل. ۳۷ د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تخته چې جرم پرې ليکلے شوے وو ټک وهله چې، دا د يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے. ۳۸ دوه ډاکوان يې هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو. ۳۹ په لارې تېرېدونکو به عيسىٰ ته په چغو کنځل کول او په مسخرو به يې سرونه ورپورې خوځول، ۴۰ ”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ پاک دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا کۀ تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“ ۴۱ دغه شان مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او مشرانو هم ورپورې مسخرې کولې، ۴۲ او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بې‌شکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو. ۴۳ د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“ ۴۴ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.

د حضرت عيسىٰ وفات کېدل

۴۵ د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. ۴۶ او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“ ۴۷ ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ دے اوس الياس ته نعرې وهى.“ ۴۸ په هغوئ کښې يو سمدستى منډه کړه يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښى. ۴۹ خو نورو ووئيل چې، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“ ۵۰ عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه. ۵۱ هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل، ۵۲ او قبرونه وسپړدے شول او د خُدائ پاک ډېر مقدسين د خوبه رابېدار شول. ۵۳ او د عيسىٰ د پاڅېدلو نه پس هغوئ د قبرونو نه راووتل، يروشلم ته ننوتل او ډېرو خلقو يې ننداره وکړه. ۵۴ کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“ ۵۵ ډيرې ښځې هم هلته موجودې وې او د لرې نه يې تماشه کوله. هغوئ د ګليل نه په عيسىٰ پسې خِدمت ته راغلې وې. ۵۶ په هغوئ کښې يوه مريم مګدلينى وه او بله د يعقوب او د يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.

د حضرت عيسىٰ ښخول

۵۷ کله چې ماښام شو نو د ارمتيه يو مالداره سړے وو چې نوم يې يوسف وو او د عيسىٰ مريد وو، راغلو. ۵۸ هغه پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو او پيلاطوس حکم وکړو چې ور دې کړے شى. ۵۹ يوسف هغه لاش يوړو او په صفا کتان کښې يې ونغښتو، ۶۰ او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو. ۶۱ او مريم مګدلينى او هغه بله مريم دواړه يې قبر ته مخامخ ناستې وې.

په قبر څوکيداران

۶۲ په بله ورځ چې د سبت ورځ وه مشران اِمامان او نور فريسيان په جمع پيلاطوس له راغلل، ۶۳ او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم. ۶۴ نو تۀ بيا دا حکم ورکړه چې تر درېو ورځو پورې دې د دغه قبر څوکيدارى وکړے شى. هسې نه چې د هغۀ مريدان راشى، لاش يې په غلا وباسى او بيا خلقو ته وائى چې هغه پورته کړے شوے دے، او آخرى فريب يې د وړومبى فريب نه ډېر بد وى.“ ۶۵ پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ځئ لاړ شئ، سپاهيان ځان سره بوځئ. څنګه مو چې خوښه وى نو هغه شان سخته څوکيدارى يې وکړئ.“ ۶۶ نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.