0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

څليريشتم باب

د حضرت عيسىٰ د خُدائ د کور د بربادۍ پېشګوئې

۱ عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو. ۲ هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“

د مشکلاتو شروع کېدل

۳ څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“ ۴ عيسىٰ جواب ورکړو، ”پام کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى. ۵ ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى. ۶ داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. ۷ قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى. ۸ خو دا ټولې خبرې به لکه د لنګون د دردونو د شروع کېدو په شان وى. ۹ تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى. ۱۰ په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى. ۱۱ ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بې‌لارې کړى. ۱۲ او چې بې‌شرعې کارونه زيات شى نو د خلقو به د يو بل سره مينه ختمه شى. ۱۳ خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. ۱۴ او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.

لوئ افت

۱۵ يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى) ۱۶ نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى. ۱۷ کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى. ۱۸ او څوک چې په پټو کښې وى هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى. ۱۹ افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ۲۰ دُعا کوئ چې ستاسو تېښته نۀ خو په ژمى کښې او نۀ د سبت په ورځ راشى. ۲۱ ځکه چې هغه به د لوئ مصيبت ورځ وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى. ۲۲ کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى. ۲۳ او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ. ۲۴ دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى. ۲۵ ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ. ۲۶ کۀ هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغۀ پسې بهر مۀ ځئ، او کۀ هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مۀ کوئ. ۲۷ لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. ۲۸ چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.

د اِبن آدم دوباره راتلل

۲۹ او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“ ۳۰ بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى. ۳۱ او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.

د اينځر د ونې مِثال

۳۲ د اينځر د ونې نه سبق واخلئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے. ۳۳ هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه نزدې دے او په دروازه کښې ولاړ دے. ۳۴ زۀ تاسو ته دا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. ۳۵ زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.

نامعلومه ورځ او وخت

۳۶ خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو يو پلار پرې خبر دے. ۳۷ لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى. ۳۸ په هغه ورځو کښې چې د سېلاب د راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، ودونه يې کول او ودونه يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح په کشتۍ کښې ننوتلو. ۳۹ او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى. ۴۰ نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى. ۴۱ دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى. ۴۲ نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى. ۴۳ خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو. ۴۴ نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.

وفادار يا بې‌وفا نوکر

۴۵ نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. ۴۶ بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. ۴۷ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ له د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. ۴۸ خو کۀ هغه بد نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې، بويه چې زما مالِک راځى، ۴۹ او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، ۵۰ نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، ۵۱ نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“