0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

څوارلسم باب

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى مرګ

۱ هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو، ۲ نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بې‌شکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“ ۳ ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو، ۴ په دې وجه چې يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د دې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“ ۵ هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو. ۶ خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو ۷ چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“ ۸ د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“ ۹ بادشاه چې دا واورېدل نو غمژن شو، خو د خپلو قسمونو او مېلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چې دا خواست دې پوره کړے شى. ۱۰ او د يحيىٰ د سر پرې کولو حکم يې وکړو. ۱۱ نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو. ۱۲ بيا د يحيىٰ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې واخستو او ښخ يې کړو. او هغوئ لاړل او عيسىٰ ته يې حال ووې.

پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول

۱۳ کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو. ۱۴ هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل. ۱۵ کله چې ماښام شو د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے، خلق کلو ته رُخصت کړه چې لاړ شى چې خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“ ۱۶ خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“ ۱۷ هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره دلته نور څۀ نشته خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“ ۱۸ هغۀ وفرمائيل، ”دا ما له راوړئ.“ ۱۹ بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې. ۲۰ هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې. ۲۱ نو خوا او شا پينځۀ زره سړو دغه روټۍ خوړلې وه چې ښځې او ماشومان په کښې شمار نۀ وُو.

په اوبو باندې ګرځېدل

۲۲ بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه. ۲۳ او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو. ۲۴ په هم هغه وخت کښې مريدانو ته د وچې نه ډېر وړاندې په اوبو کښې تکليف جوړ شو ځکه چې کشتۍ د سختو چپو او د مخالف هوا په وجه په درياب کښې په چورليدو وه. ۲۵ عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو. ۲۶ هر کله چې مريدانو هغه د اوبو دپاسه روان وليدو نو هغوئ ويرېدل، او چغې يې کړې، ”دا خو پيرے دے.“ ۲۷ عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“ ۲۸ پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، کۀ چرې دا تۀ يې نو ما ته حُکم راکړه چې زۀ هم د اوبو دپاسه درشم.“ ۲۹ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو. ۳۰ خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ ۳۱ عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“ ۳۲ هغوئ چې کله په کِشتۍ کښې سوارۀ شول بيا طوفان ودرېدلو. ۳۳ نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بې‌شکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“

د ګِنيسرت په علاقه کښې بيماران جوړول

۳۴ کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل. ۳۵ د هغه ځائ خلقو عيسىٰ وپېژندو او ګېرچاپېره خلق يې خبر کړل او ټول بيماران يې ورله راوستل. ۳۶ او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.