Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ عیسی یوځل بیا د بحیرې په غاړه تعلیم ورکول پیل کړل. او دومره زیات خلک ورته راټول شوي وو چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او هلته کښېناست او ټول خلک د بحیرې په غاړه ولاړ وو. ۲ هغه هغوی ته په مثالونو کې ډېر شیان ورزده کول. کله چې هغه تعلیم ورکاوه، نو هغوی ته یې وویل: ۳ «واورئ، په یو وخت کې یو بزګر د تخم شیندلو دپاره خپل پټي ته لاړ. ۴ کله چې هغه تخم شینده، نو یو څه تخم په لاره کې ولوېد. بیا مرغان راغلل او هغه یې وخوړ. ۵ څه تخم په داسې ځمکه کې ولوېد چې تیږې یې لرلې، نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه. ۶ خو کله چې لمر راوخوت، نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې. ۷ څه تخم په اغزو کې ولوېد او کله چې اغزي لوی شول، نو بوټي یې لاندې کړل او حاصل یې ورنه کړ. ۸ نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او هغه راشین شو، لوی شو، حاصل یې ورکړ او دېرش چنده، شپېته چنده او سل چنده حاصل یې ورکړ.»
۹ بیا عیسی وویل: «که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»
۱۰ کله چې عیسی یوازې شو، نو دولسو شاګردانو او نورو خلکو چې ورسره ملګري وو د هغه څخه پوښتنه وکړه چې د دې مثالونو مقصد څه دی. ۱۱ عیسی ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پاچاهۍ پټ راز درکړل شوی دی، خو نورو ته هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي، ۱۲ ترڅو د خدای د کلام هغه لیکنه پوره شي چې وایي:
هغوی به تل ګوري خو څه به نه ویني. تل به اوري خو هېڅکله به پرې نه پوهیږي، ځکه که چېرې هغوی اورېدلی او لیدلی، نو د خدای خواته به راګرځېدلي وای او بخښل شوي به وای.»
۱۳ بیا عیسی هغوی ته وویل: «تاسو چې په دې مثال نه پوهېږئ، نو په نورو مثالونو به څنګه پوه شئ؟ ۱۴ بزګر د خدای کلام خپروي. ۱۵ ځینې خلک د هغه تخم په شان دي چې په لاره کې لویږي، څنګه چې کلام واوري، نو شیطان سمدلاسه راشي او کوم کلام چې د هغوی په زړونو کې کرل شوی دی هغه ترې یوسي. ۱۶ ځینې خلک د هغه تخم په شان دي چې په هغه ځمکه کې کرل شوی چې تیږې لري، څنګه چې هغوی کلام واوري، نو په خوشحالۍ سره یې مني. ۱۷ خو له دې امله چې کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې، نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو کله چې د کلام له امله په هغوی باندې سختي راشي او یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي. ۱۸ نور خلک د هغه تخم په شان دي چې په اغزو کې کرل شوی وي. دا هغه خلک دي چې کلام اوري، ۱۹ خو کله چې د ژوند اندېښنې، د شتمنۍ سره مینه او د نورو شیانو غوښتنې راپیدا شي، نو د کلام مخه نیسي او حاصل نه ورکوي. ۲۰ نور خلک د هغه تخم په شان دي چې په ښې خاورې کې لوېدلي وي، هغوی کلام واوري او قبول یې کړي او هغوی دېرش چنده یا شپېته چنده یا سل چنده حاصل ورکوي.»
۲۱ بیا عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو څراغ د دې دپاره راوړئ چې هغه د کوم لوښي او یا یې د کټ لاندې کېږدئ؟ ایا هغه په څراغدان باندې نه ږدئ؟ ۲۲ ځکه داسې پټ شی نشته چې ښکاره نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي. ۲۳ که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.» ۲۴ بیا یې هغوی ته وویل: «څه چې اورئ، نو د هغه په هکله پام کوئ. څنګه چې تاسو یې اورئ، په هماغه اندازه زیاته پوهه به درکړل شي او حتی د هغې نه زیاته به درکړل شي. ۲۵ ځکه څوک چې زما تعلیم ته غوږ نیسي، نو هغه ته به نوره پوهه هم ورکړل شي، خو څوک چې ورته غوږ نه نیسي، نو هغه لږه پوهه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»
۲۶ عیسی وویل: «د خدای پاچاهي داسې ده لکه چې یو بزګر په خپل پټي کې تخم وشیندي. ۲۷ هغه د شپې ویده وي او د ورځې ویښ وي او تخم شین کیږي او وده کوي، خو هغه پرې نه پوهیږي چې دا تخم څنګه شین او لوی شو. ۲۸ ځمکه په خپله بوټي شنه کوي او حاصل ورکوي. لومړی ډنډر نیسي، بیا وږی او بیا وږي دانې نیسي. ۲۹ خو کله چې فصل پوخ شي نو بزګر ورپسې لور راواخلي ځکه چې د فصل د رېبلو وخت رارسېدلی وي.»
۳۰ عیسی وویل: «د خدای پاچاهي د څه شي سره پرتله کولای شو او یا د هغه دپاره کوم مثال ویلای شو؟ ۳۱ د خدای پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې په ځمکه کې کرل کیږي او د ځمکې په مخ د ټولو تخمونو د دانو څخه ډېر وړوکی دی. ۳۲ خو کله چې وکرل شي، نو هغه غټیږي او د ټولو بوټو څخه لوړ شي او څانګې یې دومره غټې شي چې مرغان کولای شي ځالې په کې جوړې کړي.»
۳۳ عیسی به په داسې ډېرو مثالونو سره خلکو ته خپل پیغام رساوه، ترڅو هغوی وکولای شي ورباندې پوه شي. ۳۴ هغه به د خلکو سره بې له مثالونو خبرې نه کولې، خو کله چې به د خپلو شاګردانو سره یوازې ؤ، نو هغوی ته به یې هرڅه تشریح کول.
۳۵ د هماغې ورځې په ماښام عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شو.» ۳۶ نو هغوی خلک پرېښودل، شاګردانو عیسی په هماغې کشتۍ کې چې ناست ؤ د ځان سره بوته. نورو خلکو هم کشتۍ ونیولې او د هغوی سره روان شول. ۳۷ ناڅاپه یو سخت توفان راغی او څپو کشتۍ داسې ووهله چې نژدې وه ډوبه شي. ۳۸ په دې وخت کې عیسی د کشتۍ په اخر کې خپل سر په بالښت باندې ایښی ؤ او ویده شوی ؤ. شاګردانو هغه راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا سره زمونږ غم نشته؟ مونږ ډوبیږو!» ۳۹ هغه راپاڅېد او باد ته یې امر وکړ: «ارام شه.» او څپو ته یې وویل: «ودرېږئ.» نو باد ودرېده او کراره کراري شوه. ۴۰ بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ایا تاسو لا اوس هم ایمان نه لرئ؟» ۴۱ هغوی سخت وېرېدلي وو او یو بل ته یې وویل: «دا لا څوک دی چې باد او څپې یې هم امر مني؟»