Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱دا دَ خُدائے دَ زوئے عيسىٰ مسيح دَ زيرى شروع ده، ۲څنګه چه دَ يشعياه نبى په صحيفه کښے ليکلى دى :
”ګوره! دا زما پيغمبر دے
چه زَۀ ئے دَ تا نه وړاندے ليږم
اَؤ دَئے به ستا دَ پاره لار تياروى.
۳په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز راغے
چه دَ مالِک لار تياره کړئ
اَؤ دَ هغۀ سړکُونه نيغ کړئ.“
۴اَؤ دغه شان په بيابان کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے اَؤ اِعلان ئے وکړو چه ”توبه وکړئ اَؤ بپتسمه واخلئ اَؤ خُدائے به ستاسو ګُناهونه وبخښى.“ ۵اَؤ دَ يهوديه دَ وطن ټول خلق اَؤ دَ بيتُ المُقدس اوسيدُونکى هغۀ ته راغونډ شول اَؤ هغوئ دَ خپلو ګُناهونو اِقرار وکړو اَؤ هغۀ دَ اُردن سيند په غاړه دَ هغوئ بپتسمه وکړه.
۶يحيىٰ دَ اُوښ دَ وړئ چُوغه اغوستے وه اَؤ دَ څرمنے پيټئ ئے دَ ملا نه تاؤ کړے وه اَؤ هغۀ به ملخان اَؤ ځنګلى ګبين خوړلو. ۷هغۀ به دا اِعلان کوو چه ”زما نه پس به هغه سړے راځى چه زما نه زيات زوروَر دے. زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه ټيټ شم اَؤ دَ هغۀ دَ پيزار تسمے پرانزم. ۸ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به ستاسو بپتسمه په رُوحُ القُدس وکړى.“
۹هم په هغه ورځو کښے داسے وشول چه دَ ګليل دَ ناصرت نه عيسىٰ راغے اَؤ دَ اُردن دَ سيند په غاړه ئے دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. ۱۰څۀ وخت چه دَ اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانُونه پرانستى وليدل اَؤ رُوحُ القُدس دَ کونترے په شکل په هغۀ باندے نازل شو. ۱۱اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه ”تۀ زما محبوب زوئے ئے، ستا نه زَۀ رضا يم.“
۱۲سمدستى رُوحُ القُدس هغه بيابان ته واستوو. ۱۳اَؤ هلته کښے هغه تر څلويښتو ورځو پورے دَ شيطان په لمسُون کښے وآزمائيلے شو. هغه دَ ځنګلى ځناورو سره وو اَؤ فرښتے دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے وے.
۱۴هر کله چه يحيىٰ ونيولے شو نو عيسىٰ ګليل ته راغے اَؤ دَ خُدائے دَ زيرى وعظ ئے کولو چه ۱۵”وخت پُوره شو، دَ خُدائے بادشاهى په تاسو دَ بره کيدُونکى ده. توبه ګار شئ اَؤ په زيرى ايمان راؤړئ.“
۱۶عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه روان وو چه هغۀ شمعُون اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس وليدل چه دَ درياب په غاړه ئے جال اچولو ځکه چه هغوئ دَ ماهيانو ښکاريان وُو. ۱۷عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ما پسے راځئ اَؤ زَۀ به ستاسو نه دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“ ۱۸اَؤ سمدستى هغوئ خپل جالُونه پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
۱۹کله چه عيسىٰ وړاندے لاړلو نو هغۀ دَ زبدى زامن، يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا وليدل چه په کشتئ کښے ناست وُو اَؤ جالُونه ئے مُرمت کول. ۲۰هغۀ هغوئ راوبلل اَؤ هغوئ خپل پلار زبدى دَ مزدُورانو سره په کشتئ کښے پريښودو اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
۲۱دوئ کفرنحوم ته راغلل اَؤ دَ سبت يعنے خالى په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم ورکول شروع کړل. ۲۲خلق دَ عيسىٰ په تعليم حيران شول ځکه چه دَ شرعے دَ عالمانو په شان نه، بلکه پُوره په اِختيار سره ئے وئيل.
۲۳په دغه وخت په عبادت خانه کښے يو سړے وو چه ناپاک رُوح نيولے وو. هغۀ چغے کړے، ۲۴”اَئے عيسىٰ ناصرى! ته زمُونږ نه څۀ غواړے؟ تۀ زمُونږ په بربادئ پسے راغلے يئے څۀ؟ زَۀ دِ پيژنم چه ته څوک يئے، تۀ دَ خُدائے قدُوس يئے.“
۲۵عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”چپ شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه.“
۲۶اَؤ ناپاک رُوح هغه سړے ډير په عذاب کړو اَؤ په چغه ترے نه راووتو. ۲۷هغوئ ټول حق حيران شول اَؤ دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو چه ”دا لا څۀ دے؟ دا خو يو نوے تعليم دے! هغه په اِختيار سره خبرے کوى اَؤ چه حُکم کوى نو ناپاک رُوحُونه هم دَ هغۀ حُکم منى“
۲۸دا خبره ډيره زر مشهُوره شوه اَؤ دَ ګليل په علاقه کښے دَ هغۀ آوازه خوره شوه.
۲۹دَ عبادت خانے نه په راوتو هغوئ نيغ دَ شمعُون اَؤ اندرياس کره لاړل اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. ۳۰دَ شمعُون خواښے تبے نيولے وه، په کټ کښے پرته وه. هغوئ سمدستى دَ هغے دَ بيمارئ حال ورته ووے. ۳۱عيسىٰ ورغے اَؤ دَ هغے لاس ئے ونيوو اَؤ په پښو ئے وُدروله اَؤ تبے پريښوه اَؤ دَ هغوئ په خدمت کښے آخته شوه.
۳۲هغه ماښام دَ نمر دَ پريوتو نه پس هغوئ ټول رنځُوران اَؤ پيريانو نيولى خلق عيسىٰ ته راوستل. ۳۳اَؤ ټوله ښاريه دَ هغه کور مخے ته راټوله شوه. ۳۴عيسىٰ ډير رنحُوران جوړ کړل چه په قِسم قِسم رنځُونو آخته وُو اَؤ ډير پيريان ئے وشړل. هغۀ پيريان خبرو ته پرے نۀ ښول ځکه چه هغوئ پيژندو چه دا څوک دے.
۳۵سحر وختى دَ نمر ختو نه وړاندے عيسىٰ پاڅيدو اَؤ بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى ځائے ته لاړو اَؤ هلته ئے دُعا کوله. ۳۶خو شمعُون اَؤ دَ هغۀ ملګرى ورپسے لاړل، ۳۷وئے مُوندو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ټول خلق ستا په تلاش کښے دى.“
۳۸هغۀ جواب ورکړو چه ”راځئ چه نزدے کلو ته لاړ شُو چه زَۀ هلته هم خپل پيغام واؤروم ځکه چه زَۀ هم په دغه غرض راوتلے يم.“
۳۹نو هغه په ټول ګليل کښے وګرزيدلو، په عبادت خانو کښے ئے کلام آؤروو اَؤ پيريان ئے ويستل.
۴۰عيسىٰ ته يو جُذامى راغے، دَ هغۀ په پښو پريوتو، خواست ئے ترے وکړو چه ”که ته غواړے نو ما پاکولے شے.“
۴۱دَ عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزيدلو، خپل لاس ئے وراُوږد کړلو، مسح ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”بے شکه زَۀ غواړم، پاک شه.“ ۴۲اَؤ دَ هغۀ نه جُزام سمدستى لرے شو اَؤ هغه پاک شو. ۴۳بيا عيسىٰ هغه دَ دے سخت حُکم سره رُخصت کړو، ۴۴”خيال ساته چه دا حال چا ته ونۀ وائے. لاړ شه خپل ځان کاهن ته وښايه اَؤ دَ مُوسىٰ مُقرره کړے نذرانه هغۀ ته پيش کړه، دا به ستا دَ روغتيا شاهدى وى.“
۴۵خو هغه سړے بهر لاړو اَؤ دَ دے قصے نه ئے ټول خلق خبر کړل. دا خبره ئے تر لرے لرے خوره کړه تر دے چه عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے اَؤ بهر به په خوشو ځايُونو کښے پاتے کيدو. خو بيا به هم خلق دَ هر لورى نه هغۀ ته راتلل.