Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ بيا عيسىٰ دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو او د بيماريانو د شفا اختيار ورکړو. ۲ او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل. ۳ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص. ۴ کوم کور ته چې تاسو ننوځئ نو هلته پاتې شئ او هم هلته نه رُخصت شئ. ۵ او کوم خلق چې تاسو قبول نۀ کړى نو چې کله تاسو د هغوئ ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“ ۶ نو هغوئ روان شول، کلى په کلى ګرځېدل او په هر ځائ کښې يې زيرے خورولو او بيمارانو له يې شفا ورکوله.
۷ اوس ګورنر هيروديس هم د دې هر څۀ په حقله خبر شو او په سوچ کښې ډوب شو ځکه چې ځينې خلقو دا وئيل چې يحيىٰ بيا د مړو نه راژوندے شوے دے. ۸ او چا وئيل چې الياس راښکاره شوے دے او ځينو وئيل چې د پخوانو پېغمبرانو نه يو راژوندے شوے دے. ۹ هيروديس ووئيل چې، ”د يحيىٰ سر ما په خپله پرې کړے دے خو دا لا څوک دے چې دا دومره زور شور يې دے؟“ نو هغه د عيسىٰ سره د مِلاوېدو په کوشش کښې وو.
۱۰ کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِصيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو. ۱۱ خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه. ۱۲ کله چې ماښام شو نو هغه دولس مريدان هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چې خوا او شا کلو او بانډو ته لاړ شى او ځان له د شپې تېرولو او د خوراک بندوبست وکړى ځکه چې مونږ دلته په خوشى بيابان کښې يُو.“ ۱۳ خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“ ۱۴ دا خوا او شا پينځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”د دوئ نه د پنځوسو پنځوسو کسانو پېنډې جوړې کړئ.“ ۱۵ هغوئ هم داسې وکړل او ټول يې کښېنول. ۱۶ بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى. ۱۷ هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او کومې پاتې ټوکړې چې راټولې کړے شوې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.
۱۸ يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“ ۱۹ هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“ ۲۰ نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو، ”تۀ د خُدائ پاک مسيح يې.“
۲۱ بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل او حکم يې ورکړو چې، ”هيچا ته مۀ وايئ.“ ۲۲ او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“ ۲۳ بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى. ۲۴ څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى. ۲۵ کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟ ۲۶ څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى. ۲۷ خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“
۲۸ د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل. ۲۹ هر کله چې هغۀ دُعا کوله نو د هغۀ شکل بدل شو او د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې. ۳۰ نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. ۳۱ هغوئ په جلال کښې ښکاره شول او د هغۀ د مرګ په حقله يې خبرې وکړې چې په يروشلم کښې پوره کېدونکې وې. ۳۲ په دې وخت کښې پطروس او د هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چې هغوئ بېدار شول نو هغوئ د دۀ جلال وليدو او هغه دوه سړى يې هم ورسره ولاړ وليدل. ۳۳ او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل. ۳۴ هغۀ لا دا خبرې کولې چې يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو. هغوئ ويرېدل څنګه چې په وريځ کښې ننوتل. ۳۵ بيا د وريځې نه يو آواز راغلو چې وې فرمائيل، ”دا زما زوئ دے، زما غوره کړے. د دۀ خبرې واورئ.“ ۳۶ هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.
۳۷ بله ورځ چې هغوئ د غرۀ نه راکوز شول نو ډېره لويه ګڼه ورته راټوله شوې وه. ۳۸ بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه. ۳۹ هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى. ۴۰ ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“ ۴۱ عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“ ۴۲ خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو. ۴۳ او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل.
ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ۴۴ ”پرېږدئ او دا خبرې په کولاو غوږونو واورئ. اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.“ ۴۵ خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.
۴۶ د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په مونږ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے. ۴۷ عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړُونو کښې څۀ تېريږى نو هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او په خپله خوا کښې يې ودرولو ۴۸ او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“
۴۹ يوحنا ووئيل، ”مالِکه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“ ۵۰ خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“
۵۱ هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو. ۵۲ او هغۀ د ځان نه وړاندې پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ لاړل او د سامريه يو کلى ته ورغلل چې د هغۀ دپاره د ځائ تيارى وکړى. ۵۳ خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه. ۵۴ هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“ ۵۵ خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل. ۵۶ نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.
۵۷ کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ ۵۸ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“ ۵۹ بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ ۶۰ خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“ ۶۱ او بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه، زۀ به درپسې يم خو دومره اجازت راکړه چې د خپل کور د خلقو نه رُخصت واخلم.“ ۶۲ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“