Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي، ۲ او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې. ۳ عیسی وویل: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې دې غریبې کونډې د نورو ټولو څخه زیاتې پیسې واچولې، ۴ ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو دې ښځې د خپلې غریبۍ سره بیاهم هرڅه چې یې لرل واچول.»
۵ ځینو شاګردانو د خدای د کور په هکله خبرې کولې او د هغو ښکلو تیږو او نذرانو صفتونه یې کول چې د خدای کور ورباندې ښکلی شوی ؤ. عیسی وویل: ۶ «دا شیان چې تاسو یې وینئ، داسې وخت به راشي چې په دې کې به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
۷ هغوی پوښتنه وکړه: «ای استاذه! دا هرڅه به کله پېښیږي او د دې پېښو د رانژدې کېدلو نښې به څه وي؟» ۸ عیسی وویل: «پام کوئ چې بېلارې نه شئ. ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ‹هغه وخت رارسېدلی دی.› خو د هغوی پسې مه ځئ. ۹ کله چې د جنګونو او ګډوډیو په هکله کوم څه اورئ، نو مه وېرېږئ. ځکه چې لومړی به دا شیان خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې دا هرڅه به سمدلاسه پای ته ورسیږي.»
۱۰ بیا یې هغوی ته وویل: «یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي، یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي. ۱۱ سختې زلزلې به وشي، په ډېرو ځایونو کې به قحطي او وباګانې راشي او په اسمان کې به وېروونکې او لویې نښې راښکاره شي. ۱۲ خو له دې هرڅه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پاچاهانو او والیانو ته بوتلل شئ. ۱۳ دا به ستاسو دپاره د شاهدۍ ورکولو یوه موقعه وي. ۱۴ په دې هکله ډېر فکر مه کوئ چې د خپلو ځانونو څخه به څنګه دفاع کوئ. ۱۵ ځکه چې زه به تاسو ته د خبرو کولو حکمت درکړم چې ستاسو له دښمنانو څخه به هېڅوک ونه شي کولای ستاسو په وړاندې ودریږي او یا مخالفت وکړي. ۱۶ تر دې چې ستاسو مور او پلار، ورونه، خپلوان او ملګري به ستاسو سره خیانت وکړي او ستاسو څخه به ځینې ووژل شي ۱۷ او زما د نوم له امله به ټول خلک ستاسو څخه کرکه کوي. ۱۸ خو ستاسو د سر یو ویښته به هم کم نه شي. ۱۹ ټینګ ودرېږئ، نو تلپاتې ژوندون به وګټئ.
۲۰ خو کله چې تاسو ووینئ چې اورشلیم د لښکرو له خوا کلابند شوی دی، نو بیا پوه شئ چې د هغه د ورانېدلو وخت رانژدې شوی دی. ۲۱ نو په هغه وخت کې چې څوک په یهودیه کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. څوک چې په ښار کې وي، نو د ښار څخه دې ووځي او څوک چې د ښار څخه دباندې وي هغوی دې ښار ته نه ننوځي. ۲۲ ځکه چې دا به د سزا ورکولو ورځې وي، ترڅو هغه څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي پوره شي. ۲۳ افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو باندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل شي. ۲۴ هغوی به په تورو ووژل شي او ټولو هېوادونو ته به د اسیرانو په توګه بوتلل شي او اورشلیم به د غیریهودیانو له خوا ترپښو لاندې کیږي، ترڅو د غیریهودیانو دوران پای ته ونه رسیږي.
۲۵ په لمر، سپوږمۍ او ستورو کې به نښې راښکاره شي او قومونه به د ځمکې په مخ د بحیرو د شور او څپو څخه تنګ او پرېشانه شي. ۲۶ خلک به د دې پېښې له وېرې او اندېښنې څخه چې په نړۍ کې رامنځته کیږي بېهوشه شي، ځکه چې اسماني موجودات به ولړزول شي. ۲۷ بیا به هغوی د انسان زوی وویني چې په ورېځ کې به د قدرت او زیات جلال سره راروان وي. ۲۸ کله چې دا شیان پیل شي نو تاسو نېغ ودرېږئ او زړور اوسئ، ځکه چې ستاسو خلاصون نژدې دی.»
۲۹ بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «د انځر ونې او نورو ونو ته وګورئ. ۳۰ کله چې هغه غوټۍ وسپړي، نو تاسو خپله وینئ او پوهېږئ چې اوړی رانژدې شوی دی. ۳۱ په همدې ډول کله چې د دې شیانو پېښېدل ووینئ، نو پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده. ۳۲ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي. ۳۳ ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.
۳۴ پام کوئ، خپل زړونه په مېلو، نشو او دنیاوي اندېښنو مه اخته کوئ، هسې نه چې هغه ورځ به ناڅاپه په تاسو راشي، ۳۵ او لکه د دام په شان به د نړۍ ټول خلک چې په هرځای کې وي راګېر کړي. ۳۶ نو بېدار اوسئ او هر وخت دعا کوئ، ترڅو دا توان پیدا کړئ چې د دې ټولو شیانو څخه چې ډېر زر به پېښ شي، وژغورل شئ او د انسان د زوی په مخکې ودرېدلی شئ.»
۳۷ عیسی به د ورځې له خوا د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. ماښام به وتلو او شپه به یې د زیتون په غره کې تېروله ۳۸ او سهار وختي به ټول خلک د خدای کور ته ورتلل چې د هغه خبرې واوري.