0:00 / 0:00

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

شپږم باب

۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۲ کۀ څوک د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه وکړى، لکه چې د يو اِسرائيلى امانت واپس ورنۀ کړى، يا د چا نه څۀ څيز پټ کړى، يا څوک دوکه کړى، نو يوه نذرانه به ورکړى، ۳ يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے. ۴‏-۵ کله چې يو کس په داسې طريقه ګناه وکړى، هغۀ چې څۀ څيز هم د غلا يا دوکې په طريقه اخستے وى نو هغه دې واپس ورکړى. په کومه ورځ چې هغه ګناهګار ثابت شى، نو هغه به خامخا د هغه څيز مالِک له پوره تاوان ورکوى او شل فيصده زيات به هم ورکوى. ۶ هغه دې اِمام له يو داسې بې‌عېبه ګډ يا چېلے راولى چې مالِک خُدائ ته يې د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. ۷ اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.

سوزېدونکې نذرانې

۸ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو ۹ چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربان‌ګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى. ۱۰ بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربان‌ګاه په څنګ کښې به يې واچوى. ۱۱ بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى. ۱۲ په قربان‌ګاه دې اور بل وساتلے شى خو چې مړ نۀ شى. اِمام به هر سحر په دې باندې لرګى ږدى، سوزېدونکې نذرانه به په دې سمه ږدى او د سلامتۍ د نذرانې وازګه دې ورباندې سوزوى. ۱۳ اور دې خامخا په قربان‌ګاه بل وساتلے شى او چې کله هم مړ نۀ شى.

د غلې نذرانې

۱۴ دا د غلې نذرانې دپاره اصُول دى. د هارون د خاندان يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى. ۱۵ بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى او خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو موټے واخلى او په قربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى. ۱۶‏-۱۷ اِمامان به هغه پاتې شوې برخه وخورى. د دې نه به پتيره روټۍ پخه کړے شى او په مقدس ځائ کښې، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په دربار کښې به وخوړلے شى. دا مالِک خُدائ اِمامانو له په سوزېدونکې نذرانه کښې د هغوئ د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه د نذرانې او د ګناه د تاوان د نذرانې په شان ډېره مقدسه ده. ۱۸ په راتلونکى ټولو وختونو کښې د هارون د اولاد هر يو نارينه مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه خپله برخه د همېشه دپاره خوړلے شى. هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى. ۱۹ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۲۰ په کومه ورځ چې د هارون د خاندان يو اِمام مقررولے شى نو هغه به يو کلو ښۀ اوړۀ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه پېش کوى د عامې غلې د نذرانې په شان، نيم په سحر کښې او نيم په ماښام کښې. ۲۱ دا به په تېلو کښې ګډ شى، په تبخى به پاخۀ کړے شى او چُورى به کړے شى او د غلې د نذرانې په توګه به پېش کړے شى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى. ۲۲ په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د هارون د اولاد هر يو کس دا نذرانه تياروى کوم چې د مشر اِمام په توګه خِدمت کوى. مالِک خُدائ ته د پېش کړے شوې قربانۍ په توګه دا به ټوله وسوزولے شى. ۲۳ د اِمام د غلې د نذرانې يوه برخه به هم نۀ شى خوړلے، ټوله به خامخا سوزولے شى.

د ګناه نذرانې

۲۴ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې ۲۵ هارون او د هغۀ زامنو ته د ګناه د نذرانې دپاره دا اصُول وښايه. د ګناه د نذرانې ځناور به د مالِک خُدائ په حضور کښې حلالولے شى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. دا يوه ډېره مقدسه نذرانه ده. ۲۶ کوم اِمام چې دا ځناور قربانى کوى هغه به دا په مقدس ځائ کښې وخورى چې هغه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې دربار دے. ۲۷ هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى. کۀ جامې د ځناور په وينه ولړلے شى، نو هغه به خامخا په مقدس ځائ کښې وينځلے شى. ۲۸ د خاورې په کوم لوښى کښې چې غوښه يشولے شوې وى هغه دې مات کړے شى او کۀ د زېړو لوښے استعمال شوے وى، نو هغه دې ومږلے شى او په اوبو کښې دې کنګال کړے شى. ۲۹ د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مقدسه ده. ۳۰ خو کۀ د کوم ځناور وينه مقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى او د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره استعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کوم نه وينه اخستے شوې وى، او دا دې وسوزولے شى.