د مرثيو کِتاب

دوېمه مرثيه

۱افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو. ۲مالِک په بې‌رحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه تباه کړل. او په خپل قهر کښې هغۀ د لور يهوداه د ښار مضبوطې قلعه ګانې راوغورزولې. په بې‌عزتۍ سره هغۀ زمکې ته بادشاهى او د دې بادشاهان راوغورزول. ۳هغۀ په خپل قهر و غضب کښې د اِسرائيلو ټول طاقت ختم کړو. کله چې دشمن حمله وکړه نو مالِک خپل ښے لاس د هغوئ مدد نه وروستو کړو. هغه په اِسرائيل کښې لکه د اور لمبه شو او ګېرچاپېره هر يو شے يې وسوزولو. ۴هغۀ لکه د دشمن په شان خپله لينده راښکله او هغۀ خپل ښے لاس لکه د دشمن ګزار ته تيار کړو. هغۀ هغه ټول ووژل څوک چې په مونږ ګران وُو، هغۀ خپل غضب لکه د اور په شان د لور صيون په نيازبينې خېمې راوورولو. ۵مالِک د هغوئ د دشمن په شان شو، هغۀ اِسرائيل تباه کړو، هغۀ د هغۀ ټول محلونه تباه کړل، د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې يې تباه کړې. هغۀ د لور يهوداه ښار په ماتمونو او مرثيو کښې اضافه وکړه. ۶هغۀ خپل کور داسې په آسانه راوغورزولو لکه تۀ به وائې چې په باغ کښې يې جونګړه راوغورزوله، او د عبادت مقدس ځائ يې تباه کړو. مالِک خُدائ په صيون مقدس اخترونه او د سبت د ورځو يادونه هېر کړل. په خپل سخت قهر او غضب کښې يې بادشاه او اِمام دواړه رد کړل. ۷مالِک خپله قربان‌ګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى. ۸مالِک خُدائ دا فېصله وکړه چې د صيون ښار دېوالونه وران کړى. هغۀ د ورانولو دپاره د ناپ تول ګز راوغزولو او خپل لاس يې د هغۀ د تباهۍ نه منع نۀ کړو. د هغۀ دېوالونه او د هغۀ مورچې يې په ماتم آخته کړې او دواړه په يو ځائ تباه شول. ۹د يروشلم دروازې په زمکه کښې ډوبې شوې دى، او د هغې اړمونه او تالې يې تباه کړې دى. د هغې بادشاه او شهزادګان نورو قومونو ته جلاوطن کړے شوى دى. نور د مالِک خُدائ نه شريعت نۀ ملاويږى او نۀ نورې وحى د هغۀ پېغمبرانو ته د مالِک خُدائ نه راځى. ۱۰د صيون مشران په زمکه په خاموشۍ سره ناست دى. هغوئ په خپلو سرونو خاورې اچولې دى او د ټاټ جامې يې اغوستې دى. د يروشلم پېغلو جينکو خپل سرونه د شرم نه زمکې ته ټيټ کړى دى. ۱۱زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بې‌هوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى. ۱۲هغوئ خپلو ميندو ته ژاړى چې، ”خوراک او څښاک چرته دے؟“ هغوئ لکه د زخميانو په شان بې‌حاله دى، د ښار په کوڅو کښې بې‌حاله دى او هغوئ د ژوند نه لاس ووينځلو د مور په غېږ کښې د هغوئ ژوند ختم شو. ۱۳زۀ ستا په حقله څۀ ووايم، او د چا سره دې برابره کړمه؟ اے يروشلم لورې، تا د څۀ سره مقايسه کړمه چې تا ته تسلى درکړمه؟ اے صيون پېغلې لورې، د سمندر د ژوروالى په اندازه ستا تباهى ده، څوک به تا ته شفا درکړى؟ ۱۴ستا پېغمبرانو ستا دپاره بې‌مطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بې‌لارې کوونکى پېغامونه واورول. ۱۵هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بې‌عېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“ ۱۶ستا ټول دشمنان تا پورې خندا کوى، او ستا خلاف يې خپلې خولې کولاو کړې دى، هغوئ نېغ نېغ ګورى او خپل غاښونه چيچى، او هغوئ چغې وهى چې، ”مونږ هغه لواړه تېره کړه. مونږ د دې ورځ انتظار کولو او آخر مو وليدله.“ ۱۷نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے. ۱۸مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه. ۱۹”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“ ۲۰وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟ ۲۱زاړۀ او زلمى په کوڅو کښې پراتۀ دى، په زمکه په کوڅو کښې زما ځوانې ښځې او ځوانان سړى په تُوره راغورزولے شوى دى. د خپل قهر په ورځو کښې تا هغوئ مړۀ کړل او په بې‌رحمۍ سره مو حلال کړل. ۲۲تا د هرې خوا نه زما دشمنانو له دعوت ورکړو لکه چې د اختر د ورځ دپاره دې راغوښتى وى. او د مالِک خُدائ د قهر په ورځو کښې نه څوک تښتېدلے شُو او نه څوک بچ کېدلے شُو. هغوئ څوک چې ما زيږولى وُو او په ما ګران وُو زما دشمن هغه تباه کړل.