د یهودا لیک

د یهودا لیک

سلامونه

۱دا لیک د یهودا له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او د یعقوب ورور دی، هغو خلکو ته لیکل شوی دی چې د پلار خدای له خوا رابلل شوي دي او مینه ورسره کوي او د عیسی مسیح په وسیله خوندي ساتل شوي دي. ۲رحم، سلامتي او مینه دې په تاسو کې زیاته شي.

د دروغجنو استاذانو په هکله تعلیم

۳ګرانو دوستانو! ما ډېر غوښتل چې تاسو ته د هغه خلاصون په هکله ولیکم چې مونږ ټول په کې شریک یو، خو دا مې ضروري وګڼله چې تاسو وهڅوم چې د هغه ایمان په خاطر چې خدای یوځل او د تل دپاره خپلو سپېڅلو خلکو ته ورکړی دی، هلې‌ځلې وکړئ. ۴زه تاسو ته د دې دپاره وایم چې ځینې بې‌دینه خلک چې د غلطې عقیدې په هکله تعلیم ورکوي، په پټه په مونږ کې راننوتلي دي. دا هغه خلک دي چې ډېر پخوا د خدای په کلام کې هغوی ته د سزا ورکولو په هکله لیکل شوي دي. هغوی زمونږ د خدای فضل په غلطه تعبیروي، ترڅو د خپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو دپاره بهانه جوړه کړي او زمونږ د یوازېني بادار او څښتن عیسی مسیح څخه انکار کوي.

۵که څه هم تاسو لا د مخکې نه له دې څخه خبر یئ، خو زه غواړم تاسو ته در په یاد کړم چې څښتن څنګه د اسراییلو خلک د مصر څخه راوویستل، خو وروسته یې هغه خلک تباه کړل چې ایمان یې رانه ووړ. ۶همدارنګه هغه فرښتې چې خپل مقام یې ونه ساته او خپل اصلي ځای یې پرېښود، خدای هغوی په تورو تیارو کې په تلپاتې زنځیرونو وتړلې او د قیامت تر ورځې پورې به یې چې سزا به ورته ورکوي، هلته ساتي. ۷په همدې ډول د سدوم او عموره او د هغه شاوخوا ښارونه چې خلک یې د هغو فرښتو په شان په جنسي بد‌اخلاقۍ او ناروا غوښتنو اخته شول او اوس ورته د عبرت په توګه په تلپاتې اور کې سزا ورکول کیږي.

۸همدارنګه دا خلک داسې رویاګانې ویني چې هغوی دې ته مجبوروي چې خپل بدنونه ناپاکه کړي، د خدای واک او اختیار نه مني او جلالي موجوداتو ته بد رد وایي. ۹حتی میکاییل چې د ټولو فرښتو مشره ده هغې هم کله چې د شیطان سره د موسی د مړي په هکله بحث کاوه، خپل ځان ته دا حق ورنه کړ چې په بدو خبرو هغه محکوم کړي بلکې ویې ویل: «څښتن دې تاته سزا درکړي.» ۱۰خو دا خلک هغو شیانو ته چې پرې نه پوهیږي بد رد وایي او کله چې هغوی د بې‌شعوره ځناورو په شان عمل کوي او بې له دې چې فکر وکړي دا کارونه کوي، دا شیان د هغوی د تباهۍ سبب ګرځي. ۱۱افسوس د هغوی په حال! ځکه چې هغوی په هغه لاره روان شول چې قاین ورباندې روان ؤ. هغوی د پیسو په خاطر د بلعام په شان بې‌لارې شول او د قورح په شان یې سرکښي وکړه او د هغه په شان هلاک شول. ۱۲هغوی ستاسو د ملګرتیا مېلمستیاوې خرابوي، ځکه چې په بې‌شرمۍ سره خوري او څښي او یوازې د خپلو ځانونو په فکر کې دي. هغوی د بې‌بارانه ورېځو په شان دي چې بادونه یې ځغلوي. هغوی د مني بې‌مېوې ونې دي چې له بېخه ویستل شوې او بیخي مړې دي. ۱۳هغوی د بحیرې د هغو توفاني څپو په شان دي چې د شرم نه ډک کارونه یې لکه د ځګونو په شان د سیند په مخ راښکاره کیږي. هغوی د سرګردانه ستورو په شان دي او خدای د هغوی دپاره یو داسې ځای ساتلی دی چې هلته تل ترتله توره تیاره وي.

۱۴خنوخ چې د آدم څخه وروسته اووم نسل ؤ، د دې خلکو په هکله پېشګویي وکړه او ویلي یې دي: «ګورئ، څښتن به د خپلو زرګونو فرښتو سره راځي ۱۵چې د ټولو خلکو په هکله قضاوت وکړي او هغو بې‌دینه خلکو ته د هغوی د بدو کارونو له امله چې کړي یې دي، سزا ورکړي. څښتن به دې بې‌دینه ګناهکارانو ته د هغو سختو خبرو سزا ورکړي چې د څښتن په وړاندې یې کړي دي.»

۱۶دا خلک تل ګوریږي او شکایتونه کوي او خپلو بدو غوښتنو پسې ګرځي. هغوی د خپلو ځانونو په هکله غټې غټې خبرې کوي او د خپلې ګټې دپاره نورو ته غوړه‌مالي کوي.

خبرداری او لارښوونې

۱۷خو ګرانو دوستانو! تاسو باید زمونږ د څښتن عیسی مسیح د رسولانو هغه خبرې چې مخکې یې کړې دي در په یاد کړئ. ۱۸هغوی تاسو ته ویلي وو چې په اخره زمانه کې به داسې خلک پیدا شي چې په تاسو به ملنډې وهي او د خپلو بدو غوښتنو پسې به ګرځي. ۱۹دا خلک ستاسو په منځ کې بې‌اتفاقي راپیدا کوي، هغوی نفساني دي او روح القدس په کې نشته.

۲۰خو ګرانو دوستانو! په خپل سپېڅلي ایمان کې ټینګ اوسئ، د روح القدس د قدرت په وسیله دعا کوئ، ۲۱خپل ځانونه د خدای په مینه کې ټینګ وساتئ او زمونږ د څښتن عیسی مسیح د رحم په تمه اوسئ چې تاسو ته تلپاتې ژوندون درکړي.

۲۲د هغو خلکو په اړه چې شک لري، زړه سواندي اوسئ. ۲۳نور خلک د اور د لمبو نه راوباسئ او ویې ژغورئ. د خدای څخه په وېرې سره په نورو خلکو باندې رحم کوئ او حتی له هغو کالیو څخه چې د جنسي ګناهونو داغ ورباندې لګېدلی وي، کرکه کوئ.

خدای ته د ستاینې دعا

۲۴اوس هغه چاته چې کولای شي تاسو د تېروتنې څخه وساتي او بې‌عیبه او په ډېرې خوشحالۍ سره مو خپل د جلال څخه ډک حضور ته راولي، ۲۵یعنې واحد خدای ته دې چې زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله زمونږ خلاصوونکی دی، جلال، لویي، قدرت او واک او اختیار وي، له ازله، اوس او تل ترتله! امین!