د یونس نبي کتاب

درېم فصل

یونس د څښتن اطاعت کوي

۱بیا په دوهم ځل څښتن یونس ته وویل: ۲«همدا اوس د نینوا لوی ښار ته لاړ شه او هغه پیغام خلکو ته اعلان کړه چې زه یې تاته درکوم.» ۳نو یونس د څښتن خبره ومنله او نینوا ته لاړ. نینوا یو ډېر لوی ښار ؤ چې په ګرځېدلو کې یې درې ورځې لګېدلې. ۴یونس د ښار په منځ کې روان شو او د یوې ورځې له ګرځېدلو څخه وروسته هغه خلکو ته داسې اعلان وکړ:«نینوا به په څلوېښتو ورځو کې وران شي!»

۵د نینوا خلکو د خدای په پیغام باندې باور وکړ. نو هغوی دا اعلان وکړ چې هر یو تن باید روژه ونیسي او ټول خلک د لوی څخه نیولې تر کوچني پورې باید د ویر کالي واغوندي، ترڅو دا وښایي چې توبه یې ویستلې ده.

۶کله چې د نینوا پاچا د دې خبرې په هکله واورېدل، هغه د خپل تخت څخه پاڅېد، خپله چپنه یې وویستله، د ویر کالي یې واغوستل او په ایرو باندې کښېناست. ۷هغه د نینوا خلکو ته داسې یو اعلان وکړ: «د پاچا او د هغه د درباریانو له خوا یو حکم وشو چې هېڅوک دې څه نه خوري. ټول خلک او حیوانات، پادې او پسونه د خوراک او د څښاک څخه منع دي. ۸ټول خلک او حیوانات باید د ویر کالي واغوندي. هر یو باید په جدي توګه خدای ته دعا وکړي او د خپلو بدو کارونو او زور زیاتي څخه لاس واخلي. ۹څوک پوهیږي؟ کېدای شي بیاهم خدای خپله پرېکړه بدله کړي او د خپل سخت قهر څخه راوګرځي، ترڅو مونږ هلاک نه شو.»

۱۰کله چې خدای ولیدل چې هغوی څه وکړل او څنګه هغوی د بدو لارو څخه راوګرځېدل، نو هغه خپله پرېکړه بدله کړه او هغه تباهي یې ورباندې نازله نه کړه چې د هغې ګواښ یې کړی ؤ.