د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

څلورم باب

حضرت عيسىٰ او سامرى ښځه

۱عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى. ۲خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله. ۳نو عيسىٰ يهوديه پرېښودله او يو ځل بيا ګليل ته لاړو. ۴خو هغۀ ته د سامريه نه تېرېدل ضرور وُو، ۵نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو. ۶هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو. ۷نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“ ۸د هغۀ مريدان د خوراک سامان اخستو دپاره ښار ته تلى وُو. ۹سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى. ۱۰عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“ ۱۱ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟ ۱۲ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“ ۱۳عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. ۱۴خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“ ۱۵ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“ ۱۶عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“ ۱۷هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته، ۱۸خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“ ۱۹ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې. ۲۰زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“ ۲۱عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ. ۲۲تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے. ۲۳خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. ۲۴خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“ ۲۵ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“ ۲۶عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“ ۲۷په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“ ۲۸نو ښځې بيا خپل منګے پرېښودو او ښار ته واپس په منډه لاړه او هلته يې خلقو ته ووئيل چې، ۲۹”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“ ۳۰نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول. ۳۱په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“ ۳۲خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“ ۳۳بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“ ۳۴عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم. ۳۵ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى. ۳۶اوس هم لَوګرى لګيا دى خپله مزدورى اخلى او د تل ژوندون دپاره مېوه راټولوى د دې دپاره چې کرونکى او لَوګرى دواړه په شريکه خوشحالى وکړى. ۳۷ځکه دا متل رښتيا دے چې يو يې کَرى او بل يې رېبى. ۳۸ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“ ۳۹د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“ ۴۰نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو. ۴۱او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. ۴۲او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“

د يو سرکارى آفسر زوئ روغول

۴۳کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو عيسىٰ د هغه ځائ نه ګليل ته روان شو. ۴۴نو عيسىٰ په خپله دا فرمائيلى وُو چې يو نبى هم په خپل ښار کښې عزتمند نۀ وى. ۴۵نو کله چې هغه ګليل ته راورسېدو نو ګليليانو د هغۀ هرکلے وکړو ځکه چې هغوئ په دغه وخت کښې د فسح اختر دپاره په يروشلم کښې موجود وو او د هغۀ ټول کارونه يې په خپله وليدل. ۴۶عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو. ۴۷کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“ ۴۸عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“ ۴۹هغه آفسر ورته ووئيل چې، ”صاحبه، ما سره سمدستى لاړ شه زما زوئ مرګى حال دے.“ ۵۰عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کور ته لاړ شه، ستا زوئ به ژوندے پاتې شى.“ عيسىٰ چې څۀ وفرمائيل هغه سړى پرې يقين وکړو او کور ته روان شو. ۵۱هغه لا په لاره وو چې نوکرانو يې ورته خبر راوړو چې، ”زوئ خو دې په ښۀ کېدو او ژوندے دے.“ ۵۲نو هغۀ تپوس ترېنه وکړو چې، ”څۀ وخت هغه په ښۀ کېدو شو؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”پرون ماسپښين يوه بجه هغه تبې پرېښودلو.“ ۵۳نو پلار يې پوهه شو چې دا هم هغه وخت وو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”زوئ به دې ښۀ شى،“ نو هغۀ سره د ټول خاندانه پرې ايمان راوړو. ۵۴د يهوديه نه ګليل ته په راتلو دا د عيسىٰ دوېمه معجزه وه.