Next chapter

د حضرت يوايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د دشمن سزا

۱نو ګورئ، په هغه ورځو او په هغه وخت کښې، کله چې زۀ د يهوداه او يروشلم قسمتونه بحال کړم، ۲زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے. ۳هغوئ زما په غوره شوو خلقو په خپلو کښې پچه واچوله. او هغوئ د کنجرو حاصلولو دپاره هلکان خرڅ کړل، او د ميو څښلو دپاره يې پېغلې جينکۍ خرڅې کړې. ۴اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى. ۵ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې. ۶تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل. ۷ګوره زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه واپس راولم په کومو کښې چې تاسو خرڅ کړى دى، او زۀ به ستاسو په سرونو هغه څۀ راولم، کوم چې تاسو کړى دى. ۸زۀ به ستاسو زامن او لوڼه د يهوداه په خلقو خرڅ کړم، او هغوئ به دوئ په لرې مُلک سبائيانو باندې خرڅ کړى. ما، مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“ ۹د قومونو په مينځ کښې دا اعلان وکړئ چې د جنګ دپاره تيار شئ، خپل ټول جنګيالى راوغواړئ، ټول جنګيالى نزدې راشئ او حمله وکړئ. ۱۰د خپلو قلبو د يوو نه په ټکولو تُورې جوړې کړئ او د خپلو بوټو د قينچيانو نه نېزې جوړې کړئ. کمزورے دې هم ووائى چې، ”زۀ تکړه يم.“ ۱۱اے ټولو قومونو د هر طرف نه زر تر زره راشئ، او په وادۍ کښې رايوځائ شئ. اے مالِکه خُدايه، اوس خپل لښکر راوغواړه. ۱۲قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم. ۱۳د هغوئ بدکارى ډېره لويه ده، لور وچلوئ ځکه چې فصل پوخ شوے دے. راشئ، انګور د پښو لاندې چخڼى کړئ ځکه چې د انګورو لنګرۍ ډکه ده. او د ذخيره کولو چاټۍ تر خولې ډکه ده. ۱۴په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده. ۱۵نمر او سپوږمۍ به تور شى، او ستورى به نور نۀ ځليږى. ۱۶مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.

د خُدائ پاک د خلقو دپاره برکت

۱۷”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى. ۱۸په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى. ۱۹خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بې‌ګناه خلق ووژل. ۲۰خو يهوداه به د تل دپاره آباد وى، او يروشلم به تر ټولو نسلونو قائم پاتې شى. ۲۱زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“

Next chapter