Copyright © 2015-2026 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
د ایوب کتاب
یوویشتم فصل
ایوب وایي چې بدکاره خلک نېکمرغه دي
۱ بیا ایوب ځواب ورکړ:
۲ ونیسئ غوږ چې څه وایمه زه
دا ده هغه تسلي چې یې له تاسو غواړم
۳ ما پرېږدئ چې خبرې وکړم
او کله چې ورسیږي پای ته خبرې زما
بیا که غواړئ وهئ ملنډې په ما
۴ ده ګیله زما له خدایه، نه د خلکو څخه
ځکه خو یمه زه بېصبره
۵ وګورئ ما ته چې حیران شئ
کېږدئ خپل لاس په خپله خوله
۶ چې را په یاد کړم کله هغه پېښې چې په ما تېرې شوې
نو له وېرې نه راځي لړزه مې په بدن باندې
۷ خدای پرېږدي ولې بد خلک چې ژوندي پاتې شي؟
ولې هغوی پرېږدي چې شي زاړه او قدرت یې زیات شي؟
۸ پیدا کیږي اولادونه او لمسي د هغوی
او پاتې کیږي ژوندي د هغوی تر لویېدو پورې
۹ د هغوی کورونه دي خوندي له وېرې
او نه ورکوي سزا هغوی ته خدای
۱۰ غویان تکړه دي د هغوی
او غواګانې بچي زېږوي بې له تکلیفه
۱۱ اولادونه د هغوی ځغلي
او کوي لوبې لکه د وریو په شان
۱۲ هغوی سندرې وایي د چمبو او ربابونو سره
او شپېلیو سره کوي نڅا هغوی
۱۳ تېروي بد خلک په نېکمرغۍ کې خپل ژوند
او په ارامۍ سره مړه کیږي بې له ستونزې څخه
۱۴ خو بیا هم بد خلک خدای ته وایي چې مونږ یوازې پرېږده
مونږ نه غواړو چې وپېژنو ستا لارې
۱۵ هغوی فکر کوي چې حاجت نشته د قادر مطلق د عبادت
هغه ته نشته کومه ګټه په دعا کولو
۱۶ هغوی وایي چې نېکمرغه یو مونږ په خپل قوت
خو طریقه د هغوی د فکر زه منلی نه شم
۱۷ ایا څراغ کله مړ شوی د بدکاره خلکو؟
ایا مخامخ شوي هغوی د کوم افت سره؟
ایا خدای کله په قهر سره ورکړې سزا بدکاره خلکو ته؟
۱۸ ایا هغوی وړي داسې باد دي لکه څنګه چې وړي بوس؟
یا یې توفان کې هغوی وړي دي د ګرد په شان؟
۱۹ ای ملګرو تاسو وایئ چې ورکوي خدای سزا
اولادو ته د پلرونو د ګناه په خاطر
خو زه وایم خدای دې ورکړي سزا په خپله ګناهکارانو ته
نو پرېږده چې ویې ویني خوند هغوی
۲۰ پرېږده چې وویني ګناهکاران خپله سزا
پرېږده چې وویني د قادر مطلق غضب
۲۱ پروا یې نه لري چې څه تېریږي په اولادونو یې
وروسته له دې چې مړه کیږي هغوی
۲۲ ایا کولای شي څوک چې خدای ته وکړي لارښوونه
هغه چې کوي قضاوت د هغو خلکو چې لري لوړ مقامونه؟
۲۳-۲۴ پاتې کیږي ځینې خلک تندرست د مرګ تر ورځې پورې
په خوشحالۍ او اسانۍ سره مړه کیږي هغوی
بدنونه د هغوی قوي او پاتې کیږي روغ
۲۵ نور خلک مړه شي د ماتو زړونو سره
هغوی وانخیست خوند د نېکمرغه ژوند څخه
۲۶ خو دواړه مړه کیږي او ښخیږي یوشان
ټول پټیږي په چنجیو کې
۲۷ ای ملګرو، زه پوهېږم چې څه فکر کوئ تاسو
زه خبر یم دسیسه جوړوئ زما په وړاندې
۲۸ تاسو به کړئ پوښتنې کورونه چېرته دي د هغو لویو خلکو؟
کورونه د هغو خلکو چې کول به یې بد بد کارونه؟
۲۹ ایا تاسو پوښتنه نه ده کړې هغو خلکو نه چې کړي سفر
هغه خبرونه مو نه دي اورېدلي چې راوړي هغوی؟
۳۰ چې د مصیبت په ورځ به وساتل شي بدکاره خلک
د خدای د قهر په ورځ به وژغورل شي هغوی له بلا څخه
۳۱ هېڅوک نشته چې تور ولګوي په بدکارانو باندې
نشته څوک چې هغوی ورسوي خپلو اعمالو په سزا باندې
۳۲ چې وړل کیږي هغوی کله هدیرې ته
ښه څارل شویو مزارونو ته خپل
۳۳ په زرګونو خلک اخلي برخه په جنازه کې د دوی
او حتی خاوره هم پرېوځي په نرمۍ سره
د هغوی په جسدونو باندې
۳۴ نو څنګه تاسو کولای شئ
چې راکړئ تسلي خوشې خبرو باندې؟
دروغ هر ځواب دی ستاسو