د حضرت يرمياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

د توبې دعوت

۱مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، کۀ چرې تاسو واپس ما له راتلل غواړئ نو ما له واپس راشئ. کۀ چرې تاسو خپل پليت بُتان زما د نظر نه اخوا کړئ او نور نۀ ګمراه کېږئ، ۲کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“ ۳مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ. ۴اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“

د شمال د خوا نه د افت اعلان

۵په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ. ۶د صيون طرف ته د تېښتې دپاره جنډا اوچته کړئ او په منډه محفوظ ځائ ته وتښتئ. ځکه چې زۀ د شمال د خوا نه افت او سخته تباهى راولم. ۷د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى. ۸د ماتم او ټاټ جامې واغوندئ، ژړا او وير وکړئ. ځکه چې د مالِک خُدائ سخت قهر تر اوسه پورې په مونږ باندې دے. ۹مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به بادشاهان او آفسران حوصله بائيلى، د اِمامانو به د يرې نه وېښتۀ ودريږى او پېغمبران به د يرې نه جام پاتې شى.“ ۱۰بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، دا خلق او يروشلم ستا په هغه وينا دوکه شُو کومه چې تا کړې وه چې تاسو به پوره په امن کښې اوسېږئ، خو په دې کښې تُوره زمونږ د مرۍ دپاسه سوره شوه.“ ۱۱په دغه وخت کښې به دې خلقو او يروشلم ته ووئيلے شى چې، ”زما عزيزانو. د صحرا د اوچتو غونډو نه به سوزونکى هوا په تاسو راشى، دا به هغه ښۀ هوا نۀ وى چې دانې د بوسو نه جدا کوى. ۱۲خو زما د خوا نه به ډېره تېزه هوا لکه د طوفان راشى نو اوس زۀ خپله فېصله او سزا د ستاسو په خلاف اعلانوم.“

د يهوداه محاصره کېدل

۱۳وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو. ۱۴اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟ ۱۵يو آواز د دان نه د بد خبر اعلان کوى او د اِفرائيم د غونډو نه د افت راتلو خبردارے ورکوى. ۱۶د دُنيا غېر قومونو ته خبردارے ورکړه او يروشلم ته اعلان وکړه چې، ”ستاسو او د يهوداه د ښارونو خلاف د جنګ چغې وهونکے غټ لښکر د لرې مُلک نه راروان دے. ۱۷دوئ به يروشلم داسې محاصره کړى لکه چې سړى د پټى حفاظت کوى، ځکه چې د دې خلقو د مالِک خُدائ نه سرکشى کړې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۱۸اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“

د يرمياه پرېشانه کېدل

۱۹واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل. ۲۰د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه. ۲۱ترڅو پورې به زۀ د جنګونو دا جنډې ګورم او ترڅو پورې به د بيګلو آوازونه اورم؟ ۲۲مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“

د راتلونکى تباهۍ په حقله د يرمياه رويا

۲۳ما په زمکه باندې نظر واچولو زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو، او چې آسمان ته مې وکتل نو هلته هم رڼا نۀ وه. ۲۴په غرونو باندې مې نظر واچولو نو دا خوځېدل او غونډو هم ټالونه خوړل. ۲۵ما هرې خوا ته وليدل خو څوک هم راته ښکاره نۀ شو، او ټول مارغان هم تښتېدلى وُو. ۲۶ما هغه زرخيزه پټى وليدل چې په شاړو بدل شوى وُو. او ښارونه وران ويجاړ شوى وُو، چې د مالِک خُدائ په يروونکې غصې سره چخڼى شوى وُو. ۲۷مالِک خُدائ فرمائى، ”ټوله زمکه به تباه شى خو زۀ به بيا هم دا په پوره توګه نۀ تباه کوم. ۲۸نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“ ۲۹د ښار خلق چې د فوجيانو د آسونو او د غشو ليندو شور او درزار واورى نو تښتى. او هر يو کس ځنګلونو او غرونو ته پناه وړى او هر يو ښار به خالى شى او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى. ۳۰اے تباه او لوټ شويه ښاره، تۀ اوس څۀ کوې؟ تۀ ولې سرې جامې اچوې او د سرو کالے استعمالوې او سترګې توروې؟ تۀ هسې فضول خپل ځان سينګاروې. ستا عاشقانو تۀ نامنظوره کړے يې او ستا نه نفرت کوى او هغوئ ستا وژل غواړى. ۳۱ما داسې ژړا واورېدله لکه چې د يوې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى، داسې زبيرګى وُو لکه څنګه چې يوه ښځه په وړومبى ماشوم کوى. زما لور صيون ژاړى او سلګۍ وهى، او خپل لاس يې د امداد دپاره اوږد کړے دے او وائى، ”افسوس په ما! زۀ تباه شوم او چې د خپلو قاتلانو د وړاندې تکه زېړه او بې‌وسه شوې يمه.“