Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو. ۲ ”مالِک خُدائ وفرمائيل چې، وګوره، د شمال نه اوبۀ څنګه راوچتيږى، او د سېلاب په شان په زور شور راروانې دى، دا به ټوله زمکه او هر څۀ چې په کښې دى رالاندې کړى، ښارونه او د هغې اوسېدونکى به ډوب کړى، ټول خلق به د مدد دپاره چغې وهى او څومره خلق چې په کښې اوسيږى هغوئ به ژړا کوى. ۳ هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بېوسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى. ۴ د ټولو فلستيانو د تباهۍ ورځ رارسېدلې ده او ورسره د هغوئ هم څوک چې به د صور او صيدا خلقو سره مدد کوى. مالِک خُدائ په خپله هغه فلستيان تباه کوى، هغوئ څوک چې ژوندى پاتې شوى دى او د کريت د ساحل نه راغلى دى. ۵ غزه لور به د غم نه خپل سر ګنجے کړى او د اسقلون ښار به وران او خاموشه شى. اے د مېدانى علاقې پاتې شوو خلقو ترڅو پورې به خپل ځان وهئ او ماتم به کوئ؟ ۶ تاسو چغې وهئ، اے د مالِک خُدائ تُورې، ترڅو پورې به تۀ زخمى کول کوې؟ خپل کاش ته واپس لاړه شه، او هلته په آرام پرته اوسه. ۷ خو دا به څنګه په آرام شى چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے دے، کله چې هغۀ ورته په اسقلون او په ساحل د حملې کولو حکم کړے دے؟“