Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د صدقياه د بادشاهۍ د نهم کال په لسمه مياشت د بابل نبوکدنضر بادشاه د خپل ټول لښکر سره راغلو او د يروشلم نه يې ګېره واچوله. ۲ د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل. ۳ د يروشلم د نيولو نه وروستو، د بابل د بادشاه ټول فوجى آفسران د ښار د مينځنۍ دروازې سره خپله ډېره واچوله چې په هغوئ کښې نرګلشراضر د سمګر، او نيبوسرسکيم سر لښکر، او نرګلشراضر د بادشاه مشاور، او نور ټول آفسران شامل وُو. ۴ کله چې صدقياه بادشاه او د هغۀ ټولو فوجيانو چې دا هر څۀ وليدل چې بابليان ښار ته راننوتل، نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ شپه په شپه ښار پرېښودو او د شاهى باغ شا ته د دوه دېوالونو تر مينځه د دروازې د لارې نه بهر ووتل او د اُردن خوا ته روان شول. ۵ خو د بابليانو لښکر ورپسې وو او د يريحو سره نزدې يې په هوار مېدان صدقياه ونيولو. هغوئ هغه د بابل نبوکدنضر بادشاه له بوتلو، څوک چې په رِبله کښې د حمات په علاقه کښې وو. هلته د بابل بادشاه په صدقياه د سزا فېصله واوروله. ۶ هغۀ په رِبله کښې د صدقياه په وړاندې د صدقياه زامن او د يهوداه ټول مشران حلال کړل. ۷ بيا هغوئ د صدقياه سترګې راوويستلې او هغه يې د پيتلو په زنځيرونو وتړلو او بابل ته يې بندى بوتلو. ۸ په دې دوران کښې بابليانو يروشلم، شاهى محل او د خلقو کورونه وسوزول او د ښار دېوالونه يې وران کړل. ۹ بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل. ۱۰ خو نبوزردان لږ څۀ غريبانان خلق په يهوداه کښې پرېښودل چا چې زمکه نۀ لرله، او هغۀ هغوئ ته پټى او د انګورو باغونه په حواله کړل چې د هغې خيال ساتى.
۱۱ خو نبوکدنضر بادشاه فوجى آفسر نبوزردان ته دا حکم وکړو چې، ۱۲ ”لاړ شئ او يرمياه پېدا کړئ او د هغۀ ښۀ خيال وساتئ. هغۀ له تکليف مۀ ورکوئ او هغه چې څۀ غواړى هغه ورله وکړئ.“ ۱۳ نو نبوزردان فوجى کمانډر، نبوشازبان مشر آفسر، نرګلشراضر د بادشاه مشاور، او د بابل بادشاه نورو ټولو آفسرانو ۱۴ حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.
۱۵ په کوم وخت کښې چې يرمياه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو، نو د مالِک خُدائ کلام په هغۀ نازل شو چې، ۱۶ ”لاړ شئ او د ايتهوپيا عبيدمَلِک ته ووايئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ښار سره هر هغه څۀ وکړم لکه څنګه چې ما هغوئ ته دهمکى ورکړې ده. زۀ به په هغوئ باندې افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. تۀ به د هغوئ تباهى وګورې، ۱۷ خو په هغه ورځ به زۀ تا بچ کړم او تۀ به هغه چا ته حواله نۀ کړے شې د چا نه چې ستا په زړۀ کښې يره ده. ۱۸ ځکه چې تا په ما باور وکړو، زۀ به ستا ژوند تا ته درکړم. زۀ به تا بچ کړم او محفوظ به دې وساتم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“