0:00 / 0:00

د یعقوب لیک

څلورم فصل

د دنیاوي شیانو سره مینه مه کوئ

۱ستاسو په منځ کې جنګونه او شخړې له کومه راپیدا کیږي؟ ایا هغه ستاسو د نفساني غوښتنو له امله چې په تاسو کې په جګړه کې دي، نه راپیدا کیږي؟ ۲تاسو چې کوم شی غواړئ او هغه په لاس نه درځي، نو دې ته تیار یئ چې قتل وکړئ. تاسو د نورو سره بخیلي کوئ، خو څه چې غواړئ هغه لاسته نه شئ راوړلی، نو جنګ او شخړه کوئ. خو بیاهم کوم شی په لاس نه درځي، ځکه چې د خدای څخه یې نه غواړئ. ۳خو که تاسو د خدای څخه د کوم شي دپاره سوال هم وکړئ، نو هغه به یې درنه کړي، ځکه چې په بد نیت او د خپلو هوسونو د پوره کولو دپاره یې غواړئ. ۴ای بې‌ایمانه خلکو! ایا تاسو نه پوهېږئ چې د نړۍ سره دوستي کول د خدای سره دښمني کول دي؟ له دې امله څوک چې غواړي د نړۍ سره دوستي وکړي، نو هغه خپل ځان د خدای دښمن کوي. ۵ایا تاسو ګومان کوئ چې د خدای د کلام دا وینا بېځایه ده چې وایي: «هغه روح چې خدای په مونږ کې اچولی دی هغه ډېرې سختې غوښتنې لري؟» ۶خو خدای په مونږ باندې زیات فضل کوي، نو له دې امله د خدای کلام وایي:

خدای د کبرجنو په ضد دی، خو په عاجزانو باندې فضل کوي.

۷نو له همدې امله د خپل خدای تابعداري کوئ او د شیطان په وړاندې ټینګ ودرېږئ، نو هغه به درڅخه وتښتي. ۸خپل ځانونه خدای ته ورنژدې کړئ، نو هغه به هم تاسو ته درنژدې شي. ای ګناهکارانو! خپل لاسونه د بدو کارونو څخه پاک کړئ. ای منافقانو! خپل زړونه پاک کړئ. ۹غمجن اوسئ، ویر او ژړا وکړئ. ستاسو خندا دې په ژړا بدله شي او ستاسو خوشحالي دې په غم. ۱۰خپل ځانونه د څښتن په وړاندې عاجزان کړئ، نو هغه به تاسو سرلوړي کړي.

د نورو په هکله قضاوت مه کوئ

۱۱ای خویندو او ورونو! یو بل پسې بدې خبرې مه کوئ. څوک چې خپل ورور پسې بدې خبرې کوي او یا د هغه په هکله قضاوت کوي، نو په حقیقت کې د شریعت بد وایي او د هغه په هکله قضاوت کوي. که ته د شریعت په هکله قضاوت کوې، نو په شریعت عمل نه کوې بلکې خپل ځان د هغه نه لوړ ګڼې لکه په خپله چې قاضي یې. ۱۲یوازې خدای دی چې هم شریعت ورکوي او هم قاضي دی. یوازې هغه دی چې دا قدرت لري چې خلک وژغوري او یا یې له منځه یوسي. نو بیا ته څوک یې چې د خپل ګاونډي په هکله قضاوت کوې؟

په لاپو وهلو باندې ویاړ مه کوئ

۱۳ای خلکو واورئ، تاسو چې وایئ: «مونږ به نن یا سبا فلاني ښار ته لاړ شو او هلته به یو کال تېر کړو، هلته به سوداګري وکړو او ډېرې پیسې به وګټو.» ۱۴خو تاسو په دې هم نه پوهېږئ چې سبا به څه کیږي، ستاسو ژوند څه شی دی؟ هغه د بخار په شان دی چې د لږې شېبې دپاره راښکاره کیږي او بیا ورکیږي. ۱۵د دې په ځای باید ووایئ: «که د څښتن رضا وي نو مونږ به ژوندي پاتې شو او دا یا هغه کار به وکړو.» ۱۶خو تاسو اوس په خپلو لاپو باندې ویاړ کوئ او داسې لافې وهل بد کار دی. ۱۷نو بیا څوک چې په نېکۍ کولو پوهیږي او نه یې کوي، نو هغه ګناه کوي.