د يعقوب رسول خط

څلورم باب

د دُنيا سره دوستى

۱ستاسو په مينځ کښې جنګ او جګړې د کومه راغلې؟ ولې دا ستاسو د هغه خواهشاتو په وجه نۀ دى چې په تاسو کښې فساد پېدا کوى؟ ۲تاسو چې څۀ غواړئ او حاصلولے يې نۀ نو بيا تاسو قتل کوئ. تاسو د نورو خلقو د څيزونو نه سوزئ، خو تاسو هغه نۀ شئ حاصلولے، نو بيا تاسو د جنګ جګړو نه کار اخلئ. خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ. ۳تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ. ۴اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى. ۵يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بې‌فائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“ ۶بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ ۷نو په دې وجه خپل ځانونه بيا د خُدائ پاک تابع کړئ، او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى. ۸تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ. ۹په خپلو اعمالو وير او ژړا وکړئ، ستاسو خندا دې په وير بدله شى او ستاسو خوشحالى دې په غم. ۱۰خپل ځان د مالِک په وړاندې عاجز کړئ او هغه به تاسو له عزت درکړى.

په نورو وروڼو اِلزام لګول

۱۱اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف خبرې مۀ کوئ. څوک چې د خپل ورور خلاف خبرې کوى يا په بل چا اِلزام لګوى، هغه د شريعت بد وائى او په شريعت اِلزام لګوى، خو کۀ تۀ په شريعت اِلزام لګوې نو تۀ په شريعت عمل کوونکے نه، بلکې په هغې قاضى يې. ۱۲خو د شريعت ورکوونکے او قاضى خو يو دے چې د بچ کولو او د هلاکولو قدرت ورسره شته، نو بيا تۀ څوک يې چې په خپل ګاونډى اِلزام لګوې؟

د فخر خلاف خبردارے

۱۳په تاسو کښې څوک چې دا وائى چې، ”مونږ به نن يا سبا فلانکى ښار ته لاړ شُو او هلته به يو کال تېر کړُو او په تجارت کښې به ګټه وکړُو،“ ۱۴خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى. ۱۵د دې په ځائ تاسو له دا وئيل په کار دى چې، ”کۀ د مالِک خُدائ رضا وى نو مونږ به ژوندى پاتې شُو او دا يا هغه کار به وکړُو.“ ۱۶خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى. ۱۷نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.