Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ څښتن داسې وایي:
«ایا فکر کوئ چې ما داسې یئ شړلي
لکه څوک چې کړي طلاقه خپله ښځه؟
نو بیا طلاق نامه ده چېرته؟
ایا فکر کوئ چې ما خرڅ کړي یئ د غلامانو په شان
لکه څوک چې خرڅوي خپل اولادونه غلامانو په شان؟
نه، په سبب د ګناهونو خپلو یئ خرڅ شوي تاسو
په سبب د سرغړونو خپلو یئ شړل شوي
۲ چې کله راغلم ستاسو ژغورنې ته زه
ولې تاسو کوم غبرګون ونه ښود؟
کله چې تاسو ما راوغوښتلئ،
ولې رانه کړلو ځواب تاسو؟
ایا دومره کمزوری یم زه
چې تاسو بېرته اخیستلی نه شم؟
ګورئ، زه وچومه بحیره په یو امر باندې
او بدلوم سیندونه زه په دښته باندې
ترڅو ماهیان مړه شي له تندې نه
او بد بوی د هغوی خپور شي هرې خواته
۳ زه پوښلی شم اسمان د ویر په ټوکر
او تیاره کولای شم هغه»
۴ څښتن تعالی دي رازده کړي ماته
چې د دې وړ شم چې ورزده یې کړمه نورو ته
ترڅو قوي کړمه ستومانه خلک
هر سهار راویښوي هغه ما
چې غوږ ونیسم د هغه تعلیم ته
د زده کوونکي په شان
۵ څښتن تعالی زما غوږونه خلاص کړل
ما نه ده کړې سرکښي له هغه
ګرځېدلی نه یم د هغه له لارې څخه
۶ چا چې وهلم زه
ما کړله لوڅه خپله ملا هغه ته
زما ږیره چې هغوی کله شکوله
ما وړاندې کړ خپل مخ هغوی ته
هغوی چې کله سپکولم زه
او زما مخ ته یې توکولې لاړې
ما ترې وانه اړوه خپل مخ
۷ څښتن تعالی دی مرستندوی زما
نو ماته نه شي رسولی ضرر سپکاوی د هغوی
او په خپله اراده باندې ولاړ یمه ټینګ
په دې پوهېږم چې شرمنده به نه شم
۸ ځکه چې خدای نژدې دی
او بې ګناهي به کړي ثابته زما
څوک کولی شي جرات چې په ما تور ولګوي؟
راځئ چې لاړ شو محکمې ته
څوک مدعي دی زما؟
مخامخ دې شي هغه راسره
۹ زما دفاع کوي څښتن تعالی په خپله
نو بیا کولای شي څوک
چې ما مجرم ثابت کړي؟
ورک به شي ټول مدعیان زما
د زړو کالیو په شان
لکه چینجو چې وي خوړلي
۱۰ ای تاسو ټول چې وېرېږئ له څښتنه
او په خبرو د هغه د خدمتګار کوئ عمل
په کومه لاره چې روان یې تاسو
هېڅ رڼا نه لیدل کیږي
خو په څښتن باندې وکړئ توکل
او په خپل خدای باندې باور ولرئ
۱۱ خو تاسو ټول چې اور بلوئ
او سمبالوئ ځانونه په مشعلونو باندې
د دې اور د شغلو رڼا کې تېر کړئ خپل ژوند
خو په سخت عذاب کې به شئ مړه زما له لاسه