د حضرت يشعياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

۱کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“

د يروشلم بحال کېدل

۲هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى. ۳هر څوک چې په يروشلم کښې پاتې وى، نو خُدائ پاک به د هغۀ دپاره ژوند غوره کړے وى نو هغه به مقدس ګڼلے شى. ۴مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى. ۵بيا د صيون په غرۀ او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ راولېږى او د شپې به ورباندې لوګے او ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى. ۶د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.