د اشعیا نبي کتاب

درېم فصل

په اورشلیم او یهودا کې ګډوډي

۱اوس څښتن، مطلق قادر څښتن به د اورشلیم او یهودا نه ټول شیان چې د خلکو ژوند ورسره تړلي دي، واخلي. هغه به د خوړو او اوبو قحطي راولي. ۲څښتن به د هغوی جنګیالیان او د هغوی عسکر، د هغوی قاضیان او پیغمبران، د هغوی فال کتونکي او سپین ږیري، ۳د هغوی نظامي او ملکي مشران، د هغوی مشاوران، ماهر کسبګران او جادوګران، هم واخلي. ۴څښتن به هلکان د هغوی مشران کړي او ماشومان به په هغوی باندې حکومت وکړي. ۵خلک به په یو بل باندې ظلم او زیاتی کوي. ځوانان به د خپلو مشرانو سپکاوی کوي او سپک خلک به د شریفو خلکو عزت نه کوي.

۶داسې وخت به راشي چې د یوې طایفې خلک به د خپل منځ نه یو کس خوښ کړي او هغه ته به ووایي: «ته خو یوه چپنه لرې، راشه د دې کنډوالې مشر شه.»

۷خو هغه به په ټینګه ځواب ورکړي: «نه! زه ستاسو سره مرسته نه شم کولای. زما سره نه خواړه شته او نه چپنه. ما د خپل مشر په توګه مه ټاکئ!»

۸هو، اورشلیم تباه کیږي! او یهودا سقوط کوي! هغوی چې هرڅه وایي او هرڅه کوي هغه د څښتن په خلاف دي. هغوی د هغه د جلال په وړاندې سرکښي کوي. ۹د هغوی د مخونو څخه د هغوی ملامتیا ښکاره ده. هغوی د سدوم د خلکو په شان په ښکاره ګناه کوي. افسوس د هغوی په حال! ځکه هغوی په خپله دا تباهي په خپل ځان باندې راوستې ده.

۱۰نېکو خلکو ته ووایئ: «ستاسو هر کار به سم روان وي. تاسو به د خپل کار او زحمت ثمره ووینئ.» ۱۱بدو خلکو ته ووایئ: «افسوس ستاسو په حال! ځکه ستاسو سره به د بدو کارونو په بدل کې عمل وشي.»

۱۲ماشومان زما په قوم باندې ظلم کوي او ښځې په هغوی باندې حکومت کوي. ای زما قومه، ستاسو مشران تاسو بې لارې کوي، نه غواړي چې تاسو په سمه لاره لاړ شئ.

څښتن د خپل قوم په هکله قضاوت کوي

۱۳څښتن دې ته تیار دی چې خپله محاکمه دایره کړي او د خلکو قضاوت وکړي. ۱۴څښتن د خپل قوم سپین ږیري او مشران د محاکمې دپاره راولي. هغوی ته وایي: «تاسو زما د انګورو باغ لوټ کړی دی او د غریبانو څخه مو چې هرڅه وړي دي، د هغو څخه مو خپل کورونه ډک کړي دي. ۱۵تاسو حق نه لرئ چې زما قوم تر پښو لاندې کړئ او د غریبانو سرونه په ځمکه ووهئ. زه مطلق قادر څښتن خدای داسې وایم.»

د اورشلیم ښځو ته خبرداری

۱۶څښتن وویل: «وګورئ، د اورشلیم ښځې څومره مغرورې دي! هغوی هسکې غاړې نیولې او روانې دي. هغوی د شهوت په سترګو هرې خواته ګوري. په ناز او نخرو باندې قدمونه اخلي او خپل پایزیبونه شرنګوي. ۱۷خو زه به هغوی ته سزا ورکړم - د هغوی سرونه به وخرایم او هغوی به بې پردې او رسوا کړم.»

۱۸داسې ورځ راورانه ده چې څښتن به د اورشلیم د ښځو څخه هغه ټول شیان چې هغوی ورباندې مغروره دي، اخلي، یعنې: د هغوی پایزیبونه، د سر ټیک، د نوې میاشتې د سپوږمۍ په شان غاړکۍ، ۱۹غوږوالۍ، بنګړي او نقابونه، ۲۰ټیکري، بازوبندونه، کمربندونه، د عطرو بوتلونه او تعویذونه، ۲۱ګوتې او پېزوانونه، ۲۲ښکلې چپنې، بې لستوڼو چپنې، شالونه، لاسي بکسونه، ۲۳آئینې، د کتان کالي، تاجونه او څادرونه.

۲۴د عطرو په ځای به د هغوی نه بد بوی خېژي، د ښایسته کمربندونو په ځای به هغوی زیږه پړي له ځانه راتاو کړي وي، د ښایسته ویښتانو په ځای به هغوی ګنجیانې وي، د ښکلو جامو په ځای به هغوی بدرنګې جامې اغوستې وي، د هغوی ښایست به د شرم په داغ بدل شي.

۲۵د ښار سړي به په توره او ستاسو تکړه سړي به د جګړې په ډګر کې ووژل شي. ۲۶د ښار د دروازو څخه به د ژړا او ویر اوازونه اورېدل کیږي او خپله ښار به په ماتم کې ویجاړیږي.