Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ نو راځئ چې د مسیح په هکله لومړنی تعلیم پرېږدو او د کاملتوب خواته لاړ شو. د دې اړتیا نشته چې مونږ دې بیا بیا هغه لومړني تعلیمونه تکرار کړو لکه د بدو کارونو نه توبه ویستل او په خدای باندې ایمان راوړل، ۲ د تعمید د غسلونو تعلیم او په سر د لاس ایښودلو تعلیم، د مړو نه د بیا راژوندي کېدلو او تلپاتې قضاوت په هکله تعلیم. ۳ که د خدای رضا وي، نو مونږ به همدا کارونه کوو. ۴ ځکه په هغوی باندې چې یوځل د خدای د نوررڼایي راغلې ده، د اسماني نعمتونو خوند یې څکلی دی او په روح القدس کې شریک شوي دي، ۵ د خدای د کلام ښهوالی او د راتلونکې زمانې قدرتونه یې تجربه کړي دي ۶ او که د خدای د لارې څخه وګرځي، نو دا ناشونې ده چې هغوی به بېرته توبې ویستلو ته تیار کړای شي، ځکه چې هغوی یوځل بیا د خدای زوی په صلیب باندې مېخ کوي او د خلکو په مخکې یې شرموي.
۷ هغه ځمکه چې باران ورباندې وریږي او هغه جذب کړي او د کرونکو دپاره ګټور حاصل ورکړي، نو د خدای له خوا برکت مومي. ۸ خو که هغه ځمکه اغزي او هرزه بوټي شنه کوي، نو دا بېګټې ځمکه ده او زر به د خدای لعنت پرې وشي او په پای کې به هغه وسوځول شي.
۹ ګرانو دوستانو! سره له دې چې مونږ داسې خبرې کوو، خو ستاسو په هکله مونږ ډاډمن یو چې د خلاصون سره یوځای به د ډېرو ښو برکتونو څخه برخمن شئ. ۱۰ خدای بېانصافه نه دی. هغه به ستاسو کار او هغه مینه هېره نه کړي چې د هغه د نوم سره مو د هغه خلکو ته په خدمت کولو سره چې اوس یې هم کوئ ښودلې ده. ۱۱ مونږ ستاسو هر یو څخه ډېر غواړو چې همدا لېوالتیا تر اخره وساتئ، ترڅو ستاسو هیله چې د کوم شي دپاره یې لرئ، هغه پوره شي. ۱۲ مونږ نه غواړو چې تاسو دې لټان اوسئ، بلکې غواړو چې د هغو خلکو د مثال څخه پیروي وکړئ چې د ایمان او صبر په وسیله هغه څه ترلاسه کړي چې خدای یې وعده کړې ده.
۱۳ کله چې خدای د ابراهیم سره وعده وکړه، نو په خپل نوم یې قسم وخوړ، ځکه چې د هغه څخه بل څوک لوی نه ؤ چې د هغه په نوم یې قسم خوړلی وای. ۱۴ هغه وویل: «زه به په رښتیا سره تاته برکت درکړم او ستا اولادونه به زیات کړم.» ۱۵ نو ابراهیم په صبر سره انتظار وکړ او هغه څه یې ترلاسه کړ چې خدای ورسره وعده کړې وه. ۱۶ کله چې انسانان قسم خوري، نو د خپل ځان څخه په لوی شي قسم خوري او همدا قسم د شخړو د پای ته رسېدلو سبب ګرځي. ۱۷ همدارنګه خدای غوښتل چې په روښانه ډول هغو خلکو ته چې وعده یې ورسره کړې وه دا وښایي چې د هغه اراده نه بدلېدونکې ده، نو هغه یې د قسم په خوړلو سره تایید کړه. ۱۸ دلته دا دوه شیان دي چې نه بدلېدونکي دي، ځکه چې دا ناشونې ده چې خدای د هغو په هکله دروغ ووایي. نو مونږ چې هغه ته پناه وړې ده په ډېرې زړورتیا سره هغه هیله ټینګه ساتو چې زمونږ په وړاندې موجوده ده. ۱۹ دا هیله چې مونږ یې لرو هغه زمونږ د ځانونو دپاره د یو قوي لنګر په شان دی. او دا داسې قوي او خوندي هیله ده چې مونږ د خدای د کور د پردې له لارې دننه ډېر سپېڅلي ځای ته رسوي، ۲۰ یعنې هغه ځای ته چې عیسی زمونږ نه مخکې زمونږ دپاره هلته لاړ او د تل دپاره د ملکصدق په شان لوی کاهن شو.