د عبرانيانو په نوم خط

شپږم باب

۱نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل ۲او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته. ۳او کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو مونږ به هم دغه کارونه کوُو. ۴ځکه چې هغوئ ته دا ناممکنه ده چې بيا توبې ويستلو ته جوړ شى څوک چې يو ځل رڼا ته راغلى وى، او د آسمانى نعمتونو خوند يې اخستے وى، او په روحُ القُدس کښې شريک شوى وى ۵او چې د خُدائ پاک د کلام نېکى او د راتلونکى زمانې د قوتونو مزه يې اخستى وى. ۶او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى. ۷هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى. ۸خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بې‌فائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى. ۹ګرانو دوستانو، اګر چې مونږ ستاسو په حقله داسې خبرې کوُو خو مونږ په دې باور نۀ يُو چې دا به ستاسو په حقله وى. مونږ په دې خبره مطمئن يُو چې د خلاصون نه به ښۀ مېوه تاسو ته مِلاو شى. ۱۰ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ. ۱۱او مونږ دا غواړو چې په تاسو کښې دې هر يو په پوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشش کوى، ۱۲نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.

د خُدائ پاک پوخ لوظ

۱۳کله چې خُدائ پاک د اِبراهيم سره لوظ وکړو نو د هغۀ نه بل څوک لوئ نۀ وو چې قسم يې پرې کړے وے نو ځکه هغۀ په خپل نوم قسم وکړو. ۱۴هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ به تا له په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم.“ ۱۵او دغه شان اِبراهيم په صبر کولو هغه لوظ حاصل کړو. ۱۶انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى. ۱۷هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو. ۱۸نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے. ۱۹دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے، ۲۰چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.