0:00 / 0:00

عبرانیانو ته لیک

درېم فصل

عیسی د موسی نه ډېر لوی دی

۱ نو ای سپېڅلو خویندو او ورونو، تاسو چې د خدای له خوا په اسماني بلنه کې شریک یئ، د عیسی په هکله فکر وکړئ چې د هغه په اړه مونږ اقرار کوو چې زمونږ رسول او لوی کاهن دی. ۲ عیسی خدای ته وفادار ؤ چې هغه یې ټاکلی ؤ، لکه څنګه چې موسی د خدای په ټول کور کې وفادار ؤ. ۳ نو عیسی د موسی نه زیات د جلال لایق دی، لکه څنګه چې کور جوړوونکی د کور نه زیات عزت لري. ۴ ځکه چې هر کور د یو چا په لاس جوړیږي او خدای د ټولو شیانو جوړوونکی دی. ۵ موسی د خدای په ټول کور کې د یو خدمتګار په توګه وفادار ؤ او د هغو شیانو په هکله به یې شاهدي ورکوله چې خدای به یې په راتلونکې کې ووایي. ۶ خو عیسی د زوی او د کور د خاوند په توګه د خدای د کور وفادار دی. مونږ د هغه کور یو، په دې شرط چې که مونږ هغه پوره ډاډ او ویاړ چې مونږ ته هیله راکوي، ټینګ وساتو.

د خدای د قوم دپاره ارامي

۷ نو لکه څنګه چې روح القدس وایي:

«که چېرې واورئ نن تاسو د خدای اواز

۸ نو مه سختوئ خپل زړونه

لکه چې څنګه سرکښي وکړه د خدای په وړاندې

ستاسو پلرونو

او هغه یې وازمایلو دښته کې

۹ که څه هم هغه کارونه چې ما کړي وو

څلوېښتو کالو کې، هلته ولیدل ستاسو پلرونو

خو بیاهم هغوی زه وازمایلم

۱۰ نو زه په قهر شوم هغه نسل ته او ومې ویل:

زما نه لېرې دي تل د هغوی زړونه

او نه غواړي چې وکړي عمل زما په حکمونو باندې

۱۱ زه شوم په قهر او قسم مې وخوړ:

‹داخل به نه شي دوی هېڅکله هغه ځای ته

چېرته چې زه به ورکومه ارامي ورته›»

۱۲ نو خویندو او ورونو، پام کوئ چې په تاسو کې دې د چا زړه داسې بد او بې‌ایمانه نه وي چې د ژوندي خدای څخه واوړي. ۱۳ بلکې هره ورځ یو بل هڅوئ، په داسې حال کې چې اوس هم موقعه شته چې په تاسو کې دې د ګناه د غولولو په وسیله د هېچا زړه سخت نه شي. ۱۴ ځکه که چېرې مونږ تر اخره پورې په هغه باور واوسو چې د پیل نه مو درلود، نو مونږ به د عیسی سره ملګري شوي یو.

۱۵ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي:

«که چېرې نن تاسو اواز واورئ د خدای

نو مه سختوئ خپل زړونه

لکه څنګه چې ستاسو پلرونو د سرکښۍ په وخت کې وکړل»

۱۶ نو بیا هغوی څوک وو چې سره له دې چې د خدای اواز یې واورېد، خو بیا یې هم د هغه په وړاندې سرکښي وکړه؟ ایا دا هماغه خلک نه وو چې موسی د مصر څخه راوویستل؟ ۱۷ او خدای د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه ؤ؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې ګناه یې وکړه او مړي یې په دښته کې پراته وو؟ ۱۸ او چاته یې قسم وخوړ چې هغوی به هېڅکله هم هغې ارامۍ ته وردننه نه شي؟ ایا دا هغه خلک نه وو چې د خدای د امر څخه یې سرغړونه وکړه؟ ۱۹ نو مونږ وینو چې هغوی ونه شو کولای هغې ارامۍ ته وردننه شي، ځکه چې هغوی ایمان نه درلود.