د عبرانيانو په نوم خط

درېم باب

حضرت عيسىٰ د موسىٰ نه لوئ دے

۱نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو. ۲هغه د هغه خُدائ پاک وفادار شو چا چې هغه منتخب کړے وو او لکه څنګه چې موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې وفادار وو. ۳خو عيسىٰ د موسىٰ نه زيات د جلال لائق دے، لکه څنګه چې د کور جوړونکے د کور نه زيات عزتمند وى. ۴ځکه چې د هر يو کور څوک نه څوک جوړونکے وى، خو د ټولو څيزونو جوړونکے خُدائ پاک دے. ۵موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى. ۶خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.

د خُدائ د خلقو دپاره آرام

۷په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، ۸نو خپل زړونه مۀ سختوئ څنګه چې مو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو او د آزمېښت په ورځ مو په بيابان کښې کړى وُو، ۹چرته چې ستاسو پلار نيکۀ زما جاج او آزمېښت وکړو او تر څلوېښتو کالو پورې هغوئ زما کارونه وليدل. ۱۰په دې وجه زۀ هغې پيړۍ ته غصه وم او ما وفرمائيل چې همېشه د دوئ زړونه زما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې. ۱۱نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“ ۱۲نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بې‌ايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى. ۱۳بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى. ۱۴ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو. ۱۵لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه مۀ سختوئ لکه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو.“ ۱۶نو اوس دا څوک وو چا چې هغه آواز واورېدو او بيا هم سرکشه شول؟ دا هغوئ ټول نۀ وُو چا چې د موسىٰ په مشرۍ کښې مِصر پرېښودو؟ ۱۷او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟ ۱۸او چا ته هغۀ قسم وخوړلو چې، هغوئ به زما په آرام کښې داخل نۀ شى؟ نو دا هغوئ نۀ وُو چا چې نافرمانى وکړه؟ ۱۹نو مونږ وليدل چې د بې‌ايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول.