Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.
۴نو داسے ئے زوئے له فرښتو نه دومره غوره شو څومره چه هغۀ په ميراث کښے دَ هغوئ نه لوئے نُوم مُوندلے وو. ۵هيڅ کله هم خُدائے کُومے فرښتے ته دا نۀ دى وئيلى چه :
”تۀ زما زوئے يئے، ما نن اظهار کړے.“
اَؤ بيا دا چه :
”زَۀ به دَ هغۀ پلار يم اَؤ هغه به زما زوئے وى.“
۶اَؤ بيا چه خُدائے خپل اول پيدا شوے، يعنے عيسىٰ، دنيا ته راولى نو وائى چه :
”دَ خُدائے ټولے فرښتے دِ هغۀ ته سجده وکړى.“
۷اَؤ دَ فرښتو په باب کښے وائى چه :
”هغه دَ خپلو فرښتو نه بادُونه جوړ وى
اؤ دَ خپلو خادمانو نه دَ اور شُغلے جوړوى.“
۸خو دَ خپل زوى په حقله وائى چه :
”اَئے خُدايه! ستا تخت به تل تر تله وى
اَؤ ستا دَ بادشاهئ امسا دَ صداقت امسا ده.
۹تا دَ صداقت سره مينه اَؤ دَ بدکارئ نه نفرت وکړو،
په دے وجه خُدائے، يعنے ستاسو خُدائے،
تۀ په تيلو مسح کړلے
اَؤ دَ خپلو ملګرو په نسبت ئے زيات خوشحاله کړلے.“
۱۰اَؤ بيا دا چه :
”اَئے مالِکه! تا دَ مزکے بُنياد له ازل نه کيښودو
اَؤ آسمان ستا دَ لاس کاريګرى ده.
۱۱هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتے يئے،
اَؤ هغه به ټول دَ جامو په شان زاړۀ شى.
۱۲تۀ به هغه دَ چُوغے په شان راونغاړے
اَؤ دَ جامو په شان به بدل کړے شى.
خو تۀ هم هغه ئے اَؤ ستا کالُونه به ختم نۀ شى.“
۱۳خو خُدائے په فرښتو کښے دَ چا په باب کښے کله وئيلى وُو چه :
”تۀ زما ښى لاس ته کښينه تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان
دَ پښو دَ لاندے دُنکاچه نۀ کړم.“
۱۴فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى.