0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

اووۀ څلوېښتم باب

۱ نو يوسف د هغوئ نه پينځۀ وروڼه روان کړل او فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته وفرمائيل، ”زما پلار او زما وروڼه د خپلو رَمو، څاروو او چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د مُلک نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“ ۲ هغۀ بيا خپل وروڼه د فِرعون سره مِلاو کړل. ۳ فِرعون د هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو کسب څۀ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ شپانۀ يُو، لکه څنګه چې زمونږ پلار نيکۀ وُو.“ ۴ ”مونږ دې مُلک ته د اوسېدو دپاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په مُلک کښې ډېر سخت قحط دے او زمونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه، مونږ تا ته سوال کوُو، مونږ له اجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسيږو.“ ۵ فِرعون يوسف ته ووئيل، ”اوس ستا پلار او ستا وروڼه راغلى دى، ۶ نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“ ۷ بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه، ۸ او فِرعون د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ به د څو کالو يې؟“ ۹ يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“ ۱۰ يعقوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه او د هغۀ نه رُخصت شو. ۱۱ بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو. ۱۲ يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.

قحط

۱۳ قحط دومره سخت وو چې هيچرته هم روټۍ نۀ مِلاوېدله او د مِصر او د کنعان د مُلک خلق د لوږې نه کمزورى شول. ۱۴ چې خلقو به ترې نه غله اخستله، نو يوسف هغه ټولې روپۍ جمع کولې او هغه روپۍ به يې د فِرعون په خزانه کښې کېښودلې. ۱۵ چې کله په مِصر او د کنعان په مُلک کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يوسف له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ له روټۍ راکړه. ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. ځکه چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“ ۱۶ يوسف ورته وفرمائيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ تاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“ ۱۷ نو هغوئ خپل څاروى يوسف له راوستل او هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د آسونو، ګډو، چېلو، څاروو او خرو په بدل کښې خوراک ورکولو. ۱۸ ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې او زمونږ څاروى هم ستا شول. زمونږ سره زمونږ د زمکو او زمونږ د ځانونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى. ۱۹ ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. زمونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مونږ او زمونږ زمکه واخله. مونږ به د فِرعون نوکران شُو او زمونږ زمکه به د هغۀ شى. مونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو او تخم راکړه چې زمکه وکَرو.“ ۲۰ نو يوسف د مِصر ټوله زمکه د فِرعون دپاره واخستله. هر يو مِصرى خپله زمکه د مجبورۍ نه خرڅه کړه، ځکه چې قحط ډېر سخت وو، او هغه ټوله زمکه د فِرعون شوه. ۲۱ يوسف د مِصر د يو سر نه تر بل سَره پورې خلق غلامان کړل. ۲۲ خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ دپاره دا ضرورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو دپاره وظيفه ورکوله. ۲۳ نو يوسف هغه خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو او ستاسو زمکې هم د فِرعون دپاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو دپاره دا تخم واخلئ. ۲۴ د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“ ۲۵ هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“ ۲۶ نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.

د حضرت يعقوب وصيت

۲۷ بنى اِسرائيل په مِصر کښې د جشن په علاقه کښې اوسېدل، چرته چې هغوئ مالدار شول او ډېر اولاد يې پېدا شو. ۲۸ يعقوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو. ۲۹ چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې. ۳۰ زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“ ۳۱ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يوسف ورسره لوظ وکړو. او يعقوب د خپل کټ په سر باندې سجده وکړه.