0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

يو څلوېښتم باب

د حضرت يوسف د فِرعون د خوبونو تعبير کول

۱ پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو، ۲ چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۳ اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، دا کمزورې او نرۍ وې. دا راغلې او د درياب په غاړه د نورو غواګانو سره ودرېدلې، ۴ هغه مانده او کمزورو غواګانو، ښائسته او څربې غواګانې وخوړلې. بيا فِرعون راويښ شو. ۵ هغه بيا اودۀ شو او يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې شوى وُو. ۶ بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وَږى شوى وُو چې نرى وُو او ګرمې هوا اوچ کړى وُو، ۷ او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو. ۸ سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے. ۹ بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده. ۱۰ يو ځل چې فِرعون خپلو خِدمتګارانو ته غصه شو نو زۀ او مشر نانبائى يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې په قېدخانه کښې قېد کړُو. ۱۱ يوه شپه مونږ دواړو يو يو خوب وليدو او د هغه خوبونو بېل بېل مطلبونه وُو. ۱۲ يو ځوان عبرانے هلته مونږ سره وو چې هغه د څوکيدارانو د مشر خِدمتګار وو. مونږ هغۀ ته خپل خوبونه ووئيل او هغۀ مونږ ته د دې تعبيرونه وښودل. ۱۳ چې څنګه هغۀ فرمائيلى وُو هم هغه شان وشول. تا زۀ بيا په خپل ځائ کښېنولم، خو نانبائى دې راځوړند کړو.“ ۱۴ فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو. ۱۵ فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“ ۱۶ يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“ ۱۷ فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما خوب وليدلو چې زۀ د نيل درياب په غاړه ولاړ وم، ۱۸ چې کله اووۀ ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۱۹ بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ او کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بې‌کاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې. ۲۰ بيا دې کمزورو غواګانو هغه څربې غواګانې وخوړلې، ۲۱ خو هيچا به داسې نۀ وے وئيلى چې هغه يې خوړلې دى، ځکه چې هم هغه شان کمزورې معلومېدې لکه چې څنګه مخکښې وې. بيا زۀ راويښ شوم. ۲۲ ما دا خوب هم وليدو چې په يو ډنډر باندې د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى راشوى وُو، ۲۳ بيا د غلې اووۀ نور وَږى وشول، چې دا نرى او د صحرا هوا سوزولى وُو، ۲۴ او د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وَږى تېر کړل. ما دا خوبونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“ ۲۵ يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى. ۲۶ دا اووۀ څربې غواګانې اووۀ کالونه دى او دا د غلې اووۀ ډک وَږى هم اووۀ کالونه دى، د دې دواړو هم يو مطلب دے. ۲۷ هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى. ۲۸ لکه څنګه چې ما تا ته ووئيل، خُدائ پاک تا ته ښودلى دى چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى. ۲۹ اووۀ کاله به د ټول مِصر په مُلک کښې ښۀ ډېر پېداوار کيږى. ۳۰ د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى او هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به مُلک تباه کړى. ۳۱ آباد وخت به مو بېخى هېر شى، ځکه چې ورپسې کوم قحط راځى هغه به ډېر سخت وى. ۳۲ ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى. ۳۳ اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ. ۳۴ تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ. ۳۵ نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې په راروان ښۀ کلونه کښې د خوراک ټول څيزونه راغونډ کړى او هغوئ له اختيار ورکړئ چې په ښارونو کښې غله جمع کړى او د هغې حِفاظت وکړى. ۳۶ هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“

د حضرت يوسف مشر مقررېدل

۳۷ د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله، ۳۸ او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“ ۳۹ فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته. ۴۰ زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې. ۴۱ زۀ اوس تا په ټول مِصر مشر مقرروم.“ ۴۲ فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو. ۴۳ هغۀ له يې د ګرځېدو دپاره هغه دوېمه د آسونو شاهى ګاډۍ ورکړه او عزت ورکوونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو او چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ. مشر راروان دے.“ نو يوسف په ټول مِصر مشر مقرر شو. ۴۴ بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”زۀ فِرعون يم. او ستا د اجازت نه بغېر به په ټول مِصر کښې هيڅ څوک هم لاس پښه نۀ شى خوځولے.“ ۴۵‏-۴۶ په هغۀ يې د مِصريانو نوم صافنت فعينح کېښودو او هغۀ ته يې يوه ښځه اسنت په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لور وه. يوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو او د مِصر ټول مُلک يې وکتلو. ۴۷ د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه مُلک ډېره زياته غله وکړه، ۴۸ هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو. ۴۹ دا غله دومره زياته وه چې يوسف يې تلل پرېښودل. دا د سمندر په غاړه د شګو په شان ډېره وه. ۵۰ د قحط د کالونو نه مخکښې د يوسف د اسنت نه دوه زامن پېدا شول. ۵۱ هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو. ۵۲ هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو. ۵۳ د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول، ۵۴ او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو. ۵۵ چې کله مِصريان ډېر زيات اوږى شول، دوئ فِرعون ته د خوراک دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”يوسف له لاړ شئ او هم هغسې وکړئ چې څنګه هغه تاسو ته وائى.“ ۵۶ قحط سخت شو او په ټول مُلک کښې خور شو، نو يوسف ټول ګودامونه کولاو کړل او په مِصريانو به يې غله خرڅوله. ۵۷ د يوسف نه غله اخستلو دپاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو.