0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

يو دېرشم باب

د حضرت يعقوب د لابن نه تښتېدل

۱ نو يعقوب واورېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمونږ د پلار وو.“ ۲ هغۀ ته دا پته هم ولګېده چې لابن ورسره اوس دومره ښۀ نۀ دے لکه څومره چې ورسره مخکښې وو. ۳ بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته او خپلو خپلوانو له لاړ شه. زۀ به ستا مل يم.“ ۴ نو يعقوب راحيل او لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاو شى چرته چې د هغۀ رَمې وې. ۵ هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته پته لګېدلې ده چې ستاسو پلار زما سره دومره ښۀ نۀ دے لکه چې څومره مخکښې وو، خو زما د پلار خُدائ پاک زما مل دے. ۶ تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو، ۷ خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو. ۸ چې کله نه هم لابن دا وئيلى دى چې برَګې چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل. ۹ خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى. ۱۰ د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو. ۱۱ د خُدائ پاک فرښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقوبه، ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم. ۱۲ هغې ووئيل، وګوره، هغه ټول چېلى کوم چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا ټکى ټکى او برَګ دى. زۀ داسې ځکه کوم چې لابن تا سره څۀ کوى نو ما ته د هغه هر څۀ پته ده. ۱۳ زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌ايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“ ۱۴ راحيل او لِياه يعقوب ته ووئيل، ”مونږ ته زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم پاتې نۀ دى. ۱۵ هغه مونږ په پردو کښې شمېرى. هغۀ مونږه خرڅې کړې يُو او زمونږ په سر هغۀ چې څومره روپۍ اخستې وې هغه ټولې يې ختمې کړې دى. ۱۶ هغه ټول دولت کوم چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمونږ او زمونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ فرمائيلى دى هم هغسې وکړه.“ ۱۷‏-۱۸ نو يعقوب واپس خپل پلار ته د تلو تيارى وکړو چې د هغۀ پلار د کنعان په مُلک کښې وو. هغۀ خپل زامن او ښځې په اوښانو سورې کړې او خپلې ټولې رَمې يې د خپل ځان نه مخکښې روانې کړې، او سره د هغه هر څۀ چې هغۀ په مسوپتاميه کښې ګټلى وُو. ۱۹ لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل. ۲۰ يعقوب لابن دوکه کړو ځکه چې هغه يې د خپل تګ نه خبر نۀ کړو. ۲۱ د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل او په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو او د غرونو مُلک جِلعاد ته روان شو.

د لابن په حضرت يعقوب پسې تلل

۲۲ درې ورځې وروستو لابن خبر شو چې يعقوب تښتېدلے دے. ۲۳ نو هغۀ خپل سړى ځان سره کړل او اووۀ ورځې په يعقوب پسې وُو چې د غرونو مُلک جِلعاد سره يې رايسار کړو. ۲۴ په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“ ۲۵ لابن يعقوب د جِلعاد په غرونو کښې ګېر کړو، چرته چې يعقوب خېمه لګولې وه. لابن هم د خپلوانو سره هلته خېمه ولګوله. ۲۶ لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا ولې زۀ دوکه کړم او زما لوڼه دې داسې بوتلې لکه د تُورې په زور دې نيولې وى؟ ۲۷ تا ولې زۀ دوکه کړم او زۀ دې خبر هم نۀ کړم او وتښتېدلې؟ کۀ تا ما ته وئيلى وے، نو ما به تۀ په خپله مخه د تمبل، رباب او د سندرو جشن سره رُخصت کړے وې. ۲۸ تا دې ته هم پرې نۀ ښودم چې ما خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړے وے او دوئ ته مې په مخه ښه وئيلى وے. دا دې د کم عقلتوب کار کړے دے. ۲۹ زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم. ۳۰ ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“ ۳۱ يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ يرېدم، زما خيال دا وو چې تۀ خپلې لوڼه زما نه په زور بوځې. ۳۲ خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو. ۳۳ لابن لاړو او د يعقوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې او د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ موندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو. ۳۴ راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل. ۳۵ راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره، ما ته مۀ غصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل. ۳۶ بيا يعقوب غصه شو، ”ما څۀ بد کړى دى؟ زما ګناه څۀ ده چې تۀ داسې تېز په ما پسې راورسېدې؟ ۳۷ اوس چې زما سره څۀ دى هغه ټول دې ولټول، تا د خپل کور کوم يو څيز موندلے دے چې هغه ستا وى؟ دا دلته بهر ښکاره کېږده چې زما او ستا خپلوان يې وګورى او دوئ به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په حقه دے. ۳۸ زۀ تا سره د شلو کالو نه يم، ستا ګډو او ستا چېلو په يو کال هم بچے نۀ دے ضائع کړے او ما يو ګډ هم ستا د رَمو نه نۀ دے خوړلے. ۳۹ چې کله هم يو ځنګلى ځناور ستا ګډه خوړلې ده، ما هغه تاوان په خپله درکړے دے. تا هر هغه څيز زما نه غوښتے دے چې چا د ورځې يا شپې پټ کړے وى. ۴۰ ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ وهلے يم او د شپې يخنۍ اوچ کړے يم. او زما خوب تښتېدلے وو. ۴۱ د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه. ۴۲ کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“

د حضرت يعقوب او لابن په مينځ کښې معاهده

۴۳ بيا لابن يعقوب له جواب ورکړو، ”دا ځوانې ښځې زما لوڼه دى، د دوئ بچى زما دى او دا رَمې زما دى. چې تۀ دلته څۀ هم ګورې هغه زما دى. خو زۀ خپلې لوڼه او د هغوئ بچى نۀ شم ساتلے، ۴۴ نو زۀ تا سره يو لوظ کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمونږ دا لوظ پرې مونږ ته راياديږى.“ ۴۵ نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله. ۴۶ هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل چې، ”څۀ کاڼى راټول کړئ.“ نو هغوئ کاڼى راټول کړل او يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره روټۍ وخوړله. ۴۷ لابن په دې يجرشاهدوتها نوم کېښودو، خو يعقوب پرې جلعيد نوم کېښودو. ۴۸ لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو. ۴۹ لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو. ۵۰ لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لوڼو سره بد سلوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مونږ ګورى. ۵۱ دا هغه کاڼى دى چې ما زمونږ په مينځ کښې ډېرے کړى دى او دا هغه يادګارى تيږه ده. ۵۲ دا ډېرے او دا د يادګارى تيږه دواړه يادګارونه دى. زۀ به کله هم په تا حمله کولو دپاره د دې نه نۀ درتېرېږم او تۀ هم په ما حمله کولو دپاره د دې يادګارى تيږې نه مۀ راتېرېږه. ۵۳ د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى. ۵۴ هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه. ۵۵ بل سحر وختى لابن خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړل او په مخه ښه يې ورته ووئيل او واپس کور ته روان شو.