0:00 / 0:00

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

څليريشتم باب

رِبقه د حضرت اِسحاق ښځه کېدل

۱ اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو. ۲ يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه، ۳ د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې. ۴ په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“ ۵ خو نوکر ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ هغه پېغله چې کومه زۀ خوښه کړم، دې مُلک ته زما سره نۀ راځى، نو بيا زۀ اِسحاق هغه مُلک ته واپس ولېږم څۀ د کوم نه چې تۀ راغلے يې؟“ ۶ اِبراهيم جواب ورکړو، ”نه، خيال کوه چې تۀ زما زوئ واپس هلته ونۀ لېږې. ۷ مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى. ۸ کۀ هغه ښځه تاسو سره د راتلو نه اِنکار کوى، نو خېر دے تۀ د لوظ نه آزاد يې. خو زما زوئ به هلته نۀ بوځې.“ ۹ نو نوکر د اِبراهيم سره پوخ لوظ وکړو چې هغه هر څۀ به وکړى چې هغۀ ته يې د کولو دپاره فرمائيلى وُو. ۱۰ د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو. ۱۱ کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې. ۱۲ نوکر دُعا وکړه، ”تۀ مالِکه خُدايه پاکه، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې، ما نن کامياب کړه او زما د نېک سره خپله وعده پوره کړه. ۱۳ زۀ دلته د هغه چينې سره يم چې چرته به د ښار پېغلې اوبۀ وړلو له راځى. ۱۴ چې کومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګى چې تا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده.“ ۱۵ د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتو‌اېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو. ۱۶ هغه ډېره ښائسته جينۍ وه او لا وادۀ شوې نۀ وه. هغه لاندې چينې ته لاړه، منګے يې ډک کړو او راوختله. ۱۷ د اِبراهيم نوکر د مِلاوېدو دپاره هغې له ورمنډه کړل او ورته يې ووئيل، ”ستا د منګى نه ما له لږې اوبۀ راکړه.“ ۱۸ هغې ووئيل، ”وڅښه، صاحِبه.“ او هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او چې هغۀ اوبۀ څښلې نو منګے يې ورته نيولے وو. ۱۹ چې کله هغې اوبۀ ورکړې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“ ۲۰ هغې زر زر د څاروو د اوبو په سبيل کښې منګے تشولو او چينې ته به د نورو اوبو دپاره په منډه تله، تر دې پورې چې ټولو اوښانو ښۀ وڅښلې. ۲۱ د هغه سړى په هغې باندې نظر وو او غلے ولاړ وو، چې معلوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه. ۲۲ چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې. ۲۳ هغۀ ووئيل، ”ما ته ووايه چې ستا پلار څوک دے، د هغۀ په کور کښې زمونږ د شپې تېرولو ځائ شته؟“ ۲۴ هغې جواب ورکړو، ”زما پلار بتو‌اېل دے، چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. ۲۵ مونږ سره ډېر بوس او واښۀ شته او ستاسو د پاتې کېدو دپاره حُجره هم شته.“ ۲۶ بيا هغه سړى خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. ۲۷ هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“ ۲۸ جينۍ کور ته منډه کړه او خپلې مور او نورو ټولو ښځو ته يې ټوله قيصه تېره کړه. ۲۹ د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو. ۳۰ لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو، ۳۱ او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“ ۳۲ نو هغه سړے دننه کور ته لاړو او لابن د اوښانو نه بارونه کوز کړل او بوس او واښۀ يې ورته واچول. بيا هغۀ د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو دپاره اوبۀ راوړې چې خپلې پښې ووينځى. ۳۳ چې روټۍ يې کله راوړه، هغه سړى ووئيل، ”تر هغه پورې به زۀ خوراک نۀ کوم چې تر کومې پورې ما هغه څۀ وئيلى نۀ وى چې څۀ وئيل غواړم.“ لابن ووئيل، ”ټيک ده ووايه.“ ۳۴ هغۀ خبره شروع کړه، ”زۀ د اِبراهيم نوکر يم. ۳۵ مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے او هغه يې ډېر مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غلامان او وينځې، اوښان او خرۀ هم ورکړى دى. ۳۶ زما د نېک د ښځې ساره نه چې کله هغه بوډۍ وه د هغۀ يو زوئ وشو او زما نېک هغۀ له خپل هر څۀ ورکړى دى. ۳۷ زما نېک زما نه دا پوخ لوظ اخستے دے چې د هغۀ حُکم به منم. هغۀ وفرمائيل، د کنعان د مُلک د پېغلو نه زما زوئ له ښځه مۀ خوښوه. ۳۸ خو زما د پلار خلقو، زما خپلوانو له لاړ شه او د هغۀ دپاره ښځه خوښه کړه. ۳۹ او ما د خپل نېک نه تپوس وکړو، فرض کړه کۀ هغه ښځه زما سره نۀ راځى نو بيا؟ ۴۰ هغۀ جواب راکړو چې مالِک خُدائ، چې د کوم ما همېشه فرمانبردارى کړې ده، هغه به خپله فرښته تا ته درولېږى او کاميابى به درکړى. تۀ به زما د زوئ دپاره زما د خپلو خلقو نه، زما د پلار د خاندان نه، يوه ښځه پېدا کړې. ۴۱ ستا دپاره صِرف يوه لار شته چې د لوظ نه آزاد شې، هغه دا چې کۀ تۀ زما خپلوانو له لاړ شې او هغوئ تا ته اِنکار وکړى، نو بيا به تۀ آزاد يې. ۴۲ چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه، ما له په سفر کښې کاميابى راکړه. ۴۳ زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړئ. ۴۴ کۀ هغه ما له او زما اوښانو له هم اوبۀ ورکول وغواړى، چې دا هم هغه ښځه وى چې تا زما د نېک د زوئ دپاره خوښه کړې ده. ۴۵ د هغې نه مخکښې چې ما پټه په زړۀ کښې دُعا ختمه کړې وه، رِبقه چې د هغې په اوږه منګے وو راغله او لاندې چينې ته لاړه. ما هغې ته ووئيل چې، څښلو له لږې اوبۀ راکړه. ۴۶ هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او وې وئيل، اوبۀ وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ ورکړم. نو ما هم اوبۀ وڅښلې او اوښانو له يې هم ورکړې. ۴۷ ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتو‌اېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې. ۴۸ ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى. ۴۹ نو کۀ تۀ زما د نېک سره خپله ذمه وارى پوره کول غواړې او ښۀ سلوک ورسره کوې، نو ما ته ووايه او کۀ نۀ وى نو هم ووايه، بيا به زۀ فېصله وکړم چې ما له څۀ کول په کار دى.“ ۵۰ لابن او بتو‌اېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے. ۵۱ دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى.“ ۵۲ چې کله د اِبراهيم نوکر دا خبره واورېده، هغه ټيټ شو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. ۵۳ بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې. ۵۴ د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر او د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو او هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“ ۵۵ خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“ ۵۶ خو هغۀ ووئيل، ”مونږ مۀ ايساروئ. مالِک خُدائ زما سفر کامياب کړے دے، ما خپل نېک له واپس ولېږئ.“ ۵۷ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ به رِبقه راوغواړُو او د هغې نه به تپوس وکړُو چې هغه څۀ وائى.“ ۵۸ نو هغوئ رِبقه راوغوښته او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”آو، زۀ به لاړه شم.“ ۵۹ نو هغوئ رِبقه او د کور مشره خِدمتګاره او نورې نوکرانې د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو سره لېږلو ته راضى شول. ۶۰ او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“ ۶۱ بيا رِبقه او د هغې نوکرانې تيارې شوې او په اوښانو سورې شوې چې د اِبراهيم د نوکر سره لاړې شى او دوئ ټول روان شول. ۶۲ اِسحاق د بير‌لحى‌روۍ نه راغلے وو. او د کنعان صحرا کښې ايسار وو. ۶۳ هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو. ۶۴ چې کله رِبقې اِسحاق وليدلو، هغه د خپل اوښ نه کوزه شوه ۶۵ او د اِبراهيم نوکر نه يې تپوس وکړو، ”هغه سړے چې په پټى کښې زمونږ طرف ته راروان دے څوک دے؟“ نوکر جواب ورکړو، ”هغه زما نېک دے.“ نو هغې څادر واخستلو او خپل مخ يې پټ کړو. ۶۶ نوکر هغه هر څۀ اِسحاق ته ووئيل چې څۀ يې کړى وُو. ۶۷ بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.