Next chapter

د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط

شپږم باب

د يو بل بوج اوچتوئ

۱ اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ. ۲ تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ. ۳ کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى. ۴ هر څوک دې خپل عمل په خپله وآزمائى، نو بيا دې هغه په خپل ځان فخر کوى، نو دغه شان به ورته د بل چا سره د ځان برابرولو ضرورت نۀ وى. ۵ ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى. ۶ د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى. ۷ خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى. ۸ څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى. ۹ نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو. ۱۰ ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.

آخرى هدايات او برکتونه

۱۱ وګورئ، زۀ تاسو ته په خپل لاس سره څومره په غټو غټو ټکو ليکم. ۱۲ کوم خلق چې تاسو په دې سنتېدو مجبوروى، هغوئ د نورو خلقو په وړاندې صرف خپل عزت غواړى. او هغوئ دا نۀ غواړى چې د هغه تعليم په وجه وزورَولے شى په کوم کښې چې دا وائى چې د مسيح سولۍ صرف د خلاصون وسيله ده. ۱۳ ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى. ۱۴ خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم. ۱۵ ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے. ۱۶ د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى، او هم دې د خُدائ پاک په خپلو ايماندارانو خلقو وى. ۱۷ د دې نه پس څوک مۀ پرېږدئ چې ما ته په دې خبرو تکليف راکړى ځکه چې ما په خپل بدن د عيسىٰ د داغونو نښې لګولې دى. ۱۸ زما وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى، آمين.

Next chapter