غلاتیانو ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

ایمان راوړل یا په شریعت باندې عمل کول؟

۱ای ناپوهه غلاتیانو ایماندارانو! تاسو ته په ښکاره وویل شول چې عیسی مسیح څنګه په صلیب ځوړند کړای شو. نو بیا په تاسو باندې چا جادو کړې ده چې دا نه منئ؟ ۲زه یوازې غواړم په دې پوه شم چې: ایا تاسو په شریعت باندې په عمل کولو سره روح القدس تر‌لاسه کړ یا مو د زېري په اورېدلو او په هغه باندې د ایمان راوړلو له لارې؟ ۳بیا څنګه کېدای شي چې دومره ناپوهه اوسئ؟ تاسو چې خپل نوی ژوند د روح القدس په وسیله پیل کړ، اوس غواړئ چې په خپل انساني کوښښ یې کامل کړئ؟ ۴ایا ستاسو د ژوند ټولې تجربې بې‌ګټې وې؟ په یقین سره چې بې‌ګټې نه وې. ۵ایا خدای چې تاسو ته روح القدس درکوي او معجزې درښایي، دا په شریعت باندې د عمل کولو په خاطر دی که د مسیح د زېري اورېدلو او په هغه باندې د ایمان راوړلو له امله؟

۶د ابراهیم په هکله فکر وکړئ: «ابراهیم په خدای ایمان راوړ او خدای هغه د خپل ایمان له امله عادل وګاڼه.» ۷نو بیا پوه شئ چې د ابراهیم رښتیني اولادونه هغه خلک دي چې په خدای ایمان لري. ۸لکه څنګه چې د خدای په کلام کې پېشګویي شوې ده چې خدای به غیریهودیان د ایمان په وسیله نېک وګڼي. هغه ډېر پخوا ابراهیم ته دا زېری ورکړی ؤ او ویلي یې وو: «ستا په وسیله به ټولو قومونو ته برکت ورکړل شي.» ۹نو هغه خلک چې ایمان لري، په هغو برکتونو کې به شریک شي چې ابراهیم ته د ایمان له امله ورکړل شوي وو.

۱۰خو هرڅوک چې په شریعت باندې په عمل کولو تکیه کوي هغه لعنتي دی. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «لعنت به وي په هر هغه چا باندې چې په هغو ټولو شیانو چې په شریعت کې لیکل شوي دي، عمل نه کوي.» ۱۱دا ښکاره خبره ده چې هېڅوک د شریعت په وسیله د خدای په نظر کې عادل کېدلی نه شي. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «نېکان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.» ۱۲خو د ایمان لاره د شریعت د لارې څخه فرق لري. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څوک چې په شریعت باندې عمل کوي، هغوی به د شریعت له مخې ژوند کوي.

۱۳خو مسیح مونږ د هغه لعنت نه ازاد کړو چې د شریعت څخه راپیدا کیږي. کله چې هغه په صلیب ځوړند شو، نو زمونږ د ګناهونو لعنت یې په خپل ځان واخیست. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «هرڅوک چې په ونه کې ځوړند کړای شي هغه لعنتي دی.» ۱۴مسیح دا کار د دې دپاره وکړ چې هغه برکت چې خدای د ابراهیم سره وعده کړې وه د عیسی مسیح په وسیله غیریهودیانو ته هم ورسیږي، ترڅو مونږ د خدای وعده شوی روح القدس د ایمان په وسیله لاسته راوړو.

شریعت او د خدای وعده

۱۵ای زما خویندو او ورونو! زه تاسو ته د ورځني ژوند یو مثال راوړم: هېڅوک نه شي کولای هغه تړون چې د دوه کسانو ترمنځ شوی وي، باطل کړي او یا کوم شی په کې ورزیات کړي. ۱۶خو خدای چې کومه وعده د ابراهیم سره کړې وه، نو د خدای کلام دا نه وایي: «د هغه د اولادونو سره،» یعنې مقصد یې دا نه ؤ چې ډېر اولادونه، بلکې د هغه مقصد دا ؤ چې د هغه یوازېنی اولاد، یعنې د مسیح سره. ۱۷زما مقصد دا دی: هغه شریعت چې څلور سوه او دېرش کاله وروسته راغی، نه شي کولای هغه لوظ باطل کړي چې خدای د ابراهیم سره کړی ؤ او نه د هغه وعده ماتولی شي. ۱۸ځکه که چېرې میراث د شریعت سره تړلی وي، نو هغه نور د وعدې سره تړاو نه لري. خو خدای هغه ابراهیم ته د وعدې له مخې ورکړی دی.

۱۹نو بیا د شریعت مقصد څه ؤ؟ د وعدې تر‌څنګ شریعت هم ورکړل شو، ترڅو خلکو ته د هغوی ګناهونه وروښایي. شریعت د دې دپاره جوړ شوی ؤ چې یوازې د ابراهیم د نسل تر راتللو پورې چې وعده یې ورسره شوې وه، اعتبار ولري. خدای خپل شریعت د فرښتو په وسیله موسی ته چې د خدای او انسانانو ترمنځ منځګړی ؤ، ورکړ. ۲۰خو منځګړي ته هغه وخت اړتیا وي چې په تړون کې دوه خواوې شاملې وي، خو خدای یو دی او هغه د ابراهیم سره بې له منځګړي وعده وکړه.

د شریعت مقصد

۲۱ایا شریعت د خدای د وعدو په خلاف دی؟ هېڅکله نه! ځکه که چېرې شریعت کولای شوای مونږ ته نوی ژوند راکړي، نو په شریعت باندې په عمل کولو سره به د خدای په نظر کې عادل کېدلی شوای. ۲۲خو د خدای کلام وایي چې مونږ ټول د ګناه بندیان یو، ترڅو هغه وعده چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره تر‌سره کیږي، ایماندارانو ته ورکړل شي. ۲۳خو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو نه مخکې مونږ د شریعت تر قدرت لاندې وو او د شریعت په بند کې ساتل کېدلو، تر هغې پورې چې مونږ ته د عیسی مسیح د ایمان لاره ښکاره شوه. ۲۴نو په دې ډول شریعت د مسیح تر راتللو پورې زمونږ سرپرست ؤ، ترڅو مونږ د ایمان په وسیله نېک وګڼل شو. ۲۵خو څرنګه چې د دې وخت رارسېدلی دی چې په مسیح باندې ایمان راوړو، نو مونږ نور د شریعت سرپرستۍ ته اړتیا نه لرو. ۲۶ځکه چې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره تاسو ټول د خدای اولادونه یئ. ۲۷تاسو ټولو چې د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح خوی او خصلت ولرئ. ۲۸نو بیا د یهودي او غیریهودي، غلام او ازاد او د نر او ښځې ترمنځ فرق نشته، ځکه چې تاسو ټول په عیسی مسیح کې سره یو یئ. ۲۹که چېرې تاسو د مسیح یئ، نو د ابراهیم اولادونه یئ او د خدای د وعدې له مخې د هغه وارثان یئ.