Previous chapter

دَ ګلتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرفه چه بنى آدمو نۀ ټاکلے اَؤ نۀ رسُول کړے دے، بلکه دَ عيسىٰ مسيح اَؤ دَ پلار خُدائے له طرفه رسُول دے چه مسيح ئے دَ مړو نه بيا ژوندے کړو. ۲زَۀ اَؤ زما دَ ملګرو ټولئے چه اوس زما سره دى دَ ګلتيا ټولو جماعتُونو ته سلام وائى.

۳زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى وى،

۴چا چه زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره خپل ځان قُربان کړو چه مُونږ دَ دے موجُوده بدے زمانے نه بچ کړى، لکه چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار رضا ده. ۵دَ هغۀ جلال دِ تل تر تله وى! آمين.

بل زيرے نِشته

۶زَۀ په دے خبره حيران يم چه تاسو دومره زر دَ هغه چا نه مخ اړوئ چا چه تاسو دَ مسيح په فضل رابللى يئ، اَؤ اوس بل زيرى پسے ځئ، ۷اګر چه بل نۀ دے. اَؤ صرف دا نه، خو داسے څۀ کسان شته چا چه په کوشِش سره دَ مسيح دَ زيرى نه ستاسو زړُونه تور کړى دى. ۸خو که مُونږ په خپله يا دَ آسمان يوه فرښته هم دَ هغه زيرى نه سيوا چه مُونږ تاسو ته آؤرولے وو، څۀ زيرے آؤرَوى، نو هغه دِ لعنتى وى! ۹زَۀ اوس هغه بيا وايم څۀ چه مُونږ درته اول وئيلى وُو :  که چرے څوک تاسو ته دَ درسيدلى زيرى نه دَ بل څۀ زيرے آؤرَوى نو هغه دِ لعنتى وى!

۱۰آيا زَۀ په دے وينا اِنسانان خوشحالوم که خُدائے؟ آيا زَۀ تش اِنسان خوشحالوم؟ که چرے ما تر دے اِنسانان خوشحالولے نو بيا به زَۀ دَ مسيح غُلام نۀ وم.

پولوس څنګه رسُول شو

۱۱زما ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خبره صفا کوم چه کومُ زيرے چه ما درته آؤرَولے دے هغه دَ بنى آدم جوړ کړے نۀ دے. ۱۲ځکه چه هغه ما ته دَ چا اِنسان دَ طرفه نۀ دے رارسيدلے اَؤ نۀ چا بنى آدم ما ته ښوولے دے، بلکه دَ کشف په معرفت دَ عيسىٰ مسيح دَ طرفه شوے دے.

۱۳نو تاسو زما دَ ژوندانۀ په حقله کله چه زَۀ يهُودى وم آؤريدلى دى چه ما به دَ خُدائے جماعت بے حده آزارولو اَؤ دَ هغۀ دَ تباه کولو کوشِش به مے کاوو. ۱۴اَؤ زَۀ دَ يهُوديانو په عقيده کښے دَ خپل قوم دَ اکثرو همزولو نه ډير سرګرم وم اَؤ دَ خپلو مشرانو دَ رواياتو پابند وم.

۱۵خو خُدائے چه زَۀ دَ خپل پيدايښت نه دَ مور په ګيډه کښے غوره کړم اَؤ په خپل فضل ئے راوبللم، هر کله چه دَ هغۀ دا رضا شوه ۱۶چه خپل زوئے په ما کښے ظاهر کړى دَ دے دَ پاره چه زَۀ په غيرو يهُوديانو کښے دَ هغۀ زيرے خور کړم، نو نۀ خو ما دَ اِنسان نه صلاح واخسته ۱۷اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے هغوئ ته ورغلم څوک چه زما نه آګاهو رسُولان وُو، بلکه سمدستى عربستان ته لاړم اَؤ دَ هغه ځائے نه دمشق ته راستُون شوم. ۱۸بيا درے کاله پس دَ پطروس سره دَ مُلاقات دَ پاره زَۀ بيتُ المُقدس ته لاړم اَؤ پنځلس ورځے مے ورسره تيرے کړے. ۱۹خو ما دَ مالِک دَ ورور يعقُوب نه بغير دَ نورو رسُولانو سره ملاقات ونۀ کړو.

۲۰کوُمے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم، خُدائے حاضر ناظر دے چه په دے کښے هيڅ دروغ نۀ وايم.

۲۱دَ دے نه پس زَۀ شام اَؤ دَ کلکيه علاقو ته راغلم. ۲۲اَؤ دَ يهوديه کُوم جماعتُونه چه دَ مسيح وُو، زما دَ صُورت نه ناواقف وُو. ۲۳خو تش دا به ئے آؤريدل چه ”چا چه به مُونږ وړاندے ربړولو، هغه اوس دَ هغه دين زيرے ورکوى دَ کُوم په تباهئ پسے چه وو.“ ۲۴اَؤ هغوئ به زما په وجه دَ خُدائے ثنا وکړله.

Previous chapter